د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زوره د مذهب اړولو مخنیوي قانون جوړوو: رمېش کمار


یوه هندو نجلۍ چې له تښتولو پس په زوره مسلمانه کړل شوې د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۲۶مه نېټه اسلام اباد های کورټ ته وړاندېکړل شوې.
یوه هندو نجلۍ چې له تښتولو پس په زوره مسلمانه کړل شوې د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۲۶مه نېټه اسلام اباد های کورټ ته وړاندېکړل شوې.

د پاکستان په پارليمان کې د حکمران ګوند تحريک انصاف يو غړي ډاکټر رمېش کمار په زوره د هندو نجونو ودولو او د هغوی د مسلمانولو مخنيوي لپاره د مې پر اتمه په پارليمان کې يو بيل وړاندې کړی دی.

نوموړي د مې په نهمه مشال راډيو ته وويل چې اوس به دا بيل د مذهبي چارو کمېټې ته د بحث او له هغه ځايه تر منظورېدو وروسته، پارليمان ته د رايې ورکونې لپاره ځي.

نوموړي زياته کړه: ''زه غواړم داسې قانون جوړ شي چې د مذهب بدلون لپاره اصول وټاکي. د مذهب بدلولو د پرېکړې لپاره بايد لږ تر لږه شل ورځې وخت ورکړل شي. که څوک په زور د چا مذهب بدلولو کې ککړ وي، د هغه سزا بايد معلومه شي. د مذهب بدلولو لپاره بايد عمر لږ تر لږه اتلس کاله وي. د مذهب بدلون بايد د کوم ملا په مخ کې نه بلکې، د کوم چارواکي لکه مجسټريټ په مخ کې وشي.''

په زور د هندو نجونو ودولو او مسلمانولو ډېرې پېښې په سند صوبه کې مخې ته راغلې دي. په ۲۰۱۶ کال کې حکمران ګوند پيپلز پارټي يې د مخنيوي لپاره يو بيل وړاندې کړ چې منظور شو. خو د دې کار پرضد اسلامپالو ډلو مظاهرې وکړي. د دې فشار له وجې ګورنر لاسليک نه کړ او په دې توګه دا بيل په قانون بدل نه شو.

د مې په اتمه د پاکستان مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وويل چې د ډاکټر رمېش کمار له خوا وړاندې شوي، بيل په دوهمه برخه کې کوښښ شوی چې قانون د کم عمره کسانو اسلام منلو مخنيوی وکړي چې د ده په وینا دوی ته د منلو نه دی.

''دقران پاک واضحه حکم دی چې د دين په بدلولو يا قبلولو کې پر چا جبر او زور نشته. که يو څوک د مجبورۍ له وجې اسلام ومني، هغه خدای پاک ته قبول نه دی. د بيل د دوهمې برخې په اړه به ووايم چې که يو څوک بالغ وي او که نابالغه خو چې مسلمان شو، بيا نه شي واپس کېدلی. د بيل دا برخه د اختلاف باعث ده. خو که بيل کمېټې ته راشي نو هلته به پرې بحث وشي او بيا به په يو ښه شکل سره پارليمان ته راستون شي.''

د مارچ په شلمه نېټه د سند صوبې په ګوټکي ضلع کې دوه هندوانې په مبيينه ډول وتښتول شوې. د رېنا او روېنه په نامه دې جينکو کورنۍ عدالت ته لاړې خو سپريم کورټ پرېکړه وکړه چې دوی په خپله خوښه ودونه کړې او په خپله خوښه مسلمانې شوې دي. د دې جينکو ماما راج کمار د مې په نهمه مشال راډيو ته وويل چې د عدالت له فېصلې خوشاله نه دي. هغه زياته کړه چې په زور د ودولو او مذهب بدلوونې د پېښو مخنيوي لپاره د يو قانون شتون ضروري دی خو تر څو پورې چې رياست رښتيا هم د دې کار مخنيوی ونه غواړي، په قانون به عمل ونه شي.

نوموړي زياته کړه: ''رياست پخپله په دې مسله کې ذمه واره دی. له پوليسو تر ججانو يا قاضيانو پورې ټول پکې لاس لري. تر څو چې دا مسله وي نو د مذهبي اقليتونو کډوالي به زياتېږي. دوی به پاکستان پرېږدي. ودونه بايد په انساني بنيادونو وشي او شرطونه بايد پکې نه وي. د دې بيل منظورېدل يا قانون جوړېدل ښه کار دی. موږ ته به يو څه ډاډ وي خو دا یې حل نه دی. حل يې د مساوي حقونو ورکول دي. موږ په پاکستان کې د شهري حېثيت او حق نه لرو. هندوان د دې وطن خلک دي. هيڅوک له بله ځای کډوال نه دی راغلی خو دوی موږ د دويمې، دريمې يا څلورمې درجې شهري هم نه مني.''

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د اپرېل په مياشت کې د ۲۰۱۸ په کلني راپور کې ويلي چې په ټول ملک کې له زرو ډېرې جينکۍ واده او اسلام ته اوښتي چې اکثره يې کم عمره دي نو ځکه ويلی شي چې د مذهب بدلون د دوی په خوښه نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG