د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي ایم په ټاکنو کې برخه نه اخلي: پښتین


په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته یې مشر منظور پښتین وینا کوي. ۲۹م اکتوبر ۲۰۱۸

پراګ ـ په قبایلي ضلعو کې د صوبایي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره بېلا بېلو ګوندونو تیاریانې پېل کړي دي او ځینو ګوندونو نوماندان هم اعلان کړي دي. خو پښتون ژغورنه غورځنګ وایي د صوبایي اسمبلۍ په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د مې پر اتمه مشال رېډیو ته وویل، پي ټي ایم پارلیماني نه بلکې مزاحمتي تحریک دی او د غورځنګ هېڅ غړی یې په راتونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.

''موږ مخکې هم ویلي دي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلو، داسې څوک چې د پي ټي ایم له سټېجه یې تقریرونه کړي دي او هغوی په ټاکنو کې برخه اخلي نو موږ به اعلان کوو چې دا پلانکی په ازاد حثیت برخه اخلي او زموږ له طرفه نه دی.''

پي ټي ایم پروسږ کال د جولایي په ټولټاکنو کې هم د برخې نه اخیستلو ویلي ول، خو د غورځنګ دوه مخکښان علي وزیر او محسن داوړ په ازاد حثیت رایې وګټلې او او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي شول.

داسې څوک چې د پي ټي ایم له سټیجه یې تقریرونه کړي دي او هغوی په ټاکنو کې برخه اخلي نو موږ به اعلان کوو چې دا فلانکی په ازاد حثیت برخه اخلي او زموږ له طرفه نه دی
منظور پښتین

د غورځنګ یو مخکښ د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته وویل، یو شمېر مخکښان په ټاکنو کې د برخې اخیستو ملاتړ کوي او پر دې موضوع د غورځنګ د مشرتابه دننه بحثونه شوي دي چې ځینو په ټاکنو کې د برخې اخیستو او ځینو یې په نه اخیستو ټینګار کاوه. سرچینې زیاته کړه چې د ټاکنو پلوي غړیو د دې لپاره کاندیدان هم غوره کړي دي.خو منظور پښتون دا خبره رد کړه.

د پروسږ کال (۲۰۱۸) په پیل کې په کراچۍ کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په جعلي پولیس مقابله کې تر وژنې وروسته په فېبرورۍ کې پي ټي ایم جوړ شو. غورځنګ په یو کال او څو میاشتو کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ترڅنګ په قبایلي ضلعو او ګڼو بهرنیو هېوادونو کې جلسې کړي دي. وروستۍ هغه یې د اپرېل په ۱۴مه په مېرامشا کې وه چې پکې زرګونه کسانو برخه واخیسته.

شنونکي په ټاکنو کې د برخې اخیستل د غورځنګ په ګټه ګڼي. څیړونکی ډاکتر تقي وایي، په عامو انتخاباتو کې د پي ټي ایم د دوو غړيو پارلیمان ته په رسیدو غورځنګ ته ګټه رسولې:

''زما په خیال پي ټي ایم ته په ټاکنو کې برخه اخیستل پکار ده. په مخکنیو ټاکنو کې علي وزیر او محسن داوړ پارلیمان ته ولاړل او له دې سره د پي ټي ایم اواز رسولو کې اساني شوه، په پاکستان کې یې هم خلک اوري او د نړۍ په سترو ښارونو کې هم.''

ډاکتر تقي زیاته کړه چې د پاکستان سیاسي ګوندونه غواړي، پي ټي ایم سیاسي بهیر ته داخل کړي خو د هغه په وینا ځینې مقتدر قوتونه غورځنګ له پارلیمانه بهر غواړي.

''ملتپاله ګوندونه، پیپلز پارټۍ او نور ازاد خیاله ګوندونه د پي ټي ایم پارلیمان ته په ورتلو خوشالیږي خو زما په خیال له پوځ سره دا وېره ده که پي ټي ایم صوبایي اسمبلۍ ته ولاړ شي نو نور به یې غږ قوي شي، ښایي پر پي ټي ایم هغسې بندیزونه ولګوي لکه مخکې چې په ۱۹۷۳ -۷۴ کلونو کې پر نېشنل عوامي پارټۍ (نیب) لګول شوي ول.''

د ټاکنو کمیشن د جولایي پر دویمه د قبایلي ضلعو څخه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په ۱۶ څوکیو د ټاکنو اعلان کړی دی. قبایل پروسږ کال په خېبر پښتونخوا ورګډ کړل شول. له دې مخکې قبایلو یوازې د قامي اسمبلۍ لپاره رایې ورکولی شوې، دا به لومړی وار وایي چې د هغو ضلعو خلک به د صوبایي اسمبلۍ په ټاکنو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG