د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوهستان ولس کمراټ نېشنل پارک ګرځول نه مني: ملک بادشاه


کوهستان
کوهستان

د دیر کوهستان د سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړی ملک بادشاه صالح ویلي دي چې د دوی د سیمې ولسونه د دیر د سېلانۍ سیمې کمراټ د نېشنل پارک ګرځولو پرېکړه نه مني.

ملک بادشاه صالح د مې پر شپږمه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې د هغه د سیمې خلک غوښتنه کوي چې د نېشنل پارک د تش اعلان پرځای دې د خېبر پښتونخوا حکومت په دغه سیمه کې د سېلګرۍ د پرمختګ لپاره نور ګامونه پورته کړي.

"د سیمې ټول قامونه د سیاسي اختلافاتو پرته د سیمې د ملکیت په دې خبره یو دي چې حکومت د کمراټ پرمختګ په کوم ډول غواړي. د دې لپاره کمېټۍ کې به سرکاري خلک وي نو قوم دا نه مني، موږ دا وایو چې په کمېټۍ کې دې یوازې د قامونو خلک وي، کمراټ خو له وړاندې یو قدرتي پارک دی، بریتانوي حکومت په ۱۹۳۶م کې ویلي ول چې کمراټ د سويلي اسیا تر ټولو ښایسته ځای دی، نو حکومت دې زموږ په جایداد د قبضې په بدل کې موږ له پرمختګ نه کوي."

په دې اړه د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزی له مشال راډيو سره په مرکه کي وویل چې د کمراټ د نېشنل پارک منصوبې په لړ کې به د ځایي ولس د اندېښنو خیال ساتل کېږي او د دې منصوبې لپاره به په راروان صوبايي بجټ کې د پرمختګ پیسې هم بېلوي.

نوموړي زیاته کړه: "په کمراټ کې د نېشنل پارک ټول ضرورتونه پوره کېږي، بس موږ ته یوازې سړک جوړول دي او ځينې نور کارونه کول دي، که څوک له بهر راځي او هغلته کې سرمایه کاري کول غواړي نو د ځمکې قبضه به هم له ځايي ولس سره وي، موږ به یوازې د تعمیراتو لپاره یوه تګلاره جوړوو چې په هغه ښکلي سیمه کې بې-ځایه څوک تعمیرات ونکړي، نو که مقامي خلکو له حکومت سره په تعاون وکړل نو دا کمراټ به د سېلګرۍ لپاره تر ټولو ښه ځای وي."

یاده دې وي چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د تېر صوبايي حکومت په دور کې د کمراټ دوره کړې وه او د هغې سیمې له قدرتي ښکلا څخه له متاثرېدو پس یې د دغه ځای د نېشنل پارک د ګرځولو خبره کړې وه اوس د هغه د ګوند صوبايي حکومت غواړي چې دغه خبره عملي کړي خو ځايي خلک د دې مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG