د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو: د سورلۍ الوتکه کې له اور لګېدو ۴۱ تنه وژل شوي


مسکو: الوتکې د بېړنۍ ناستې پرمهال اور واخیست. د مې ۵مه ۲۰۱۹
مسکو: الوتکې د بېړنۍ ناستې پرمهال اور واخیست. د مې ۵مه ۲۰۱۹

د مسکو پر شیرمیتیوف هوايي ډګر د روسیې یوې سورلۍ وړونکې الوتکې د بېړنۍ ناستې پرمهال اور اخیستې چې پکې د چارواکیو په خبره ۴۱ کسان وژل شوي دي.

د ایروفلوټ ملي هوايي شرکت په دې الوتکه کې ۷۳ سورلۍ او پینځه تنه کارمندان سواره ول چې د مې پر ۵مه له کوزېدو سره سم یې پر ځغللیکه وکیشېدله او له بدنه یې لویې لمبې او تورې لوخړې پورته شوې.

د پلټونکې کمېټۍ په بیان کې راغلي چې وروستیو معالوماتو له مخې ۳۷ تنه له پېښې ژوندي راوتي دي. ویل کېږي چې په وژل شوو کې لږه تره دوه ماشومان او یو د کامندانو غړی دی.

د ایروفلوټ چارواکو ویلي، دې الوتکې د شېریمتییوف له هوايي ډګره د روسیې شمالي ښار مرمنسک ته الوتنه کوله خو د تکنیکي وجوهاتو له کبله بیرته هوايي ډګر ته راوګرځول شوه.

د ایروفلوټ چارواکي زیاتوي، د الوتکې انجن د پرواز پر مهال نه بلکې د بېړنۍ ناستې وروسته اوور لګیدلي وو. ‌

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG