د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مامد ګټ پېښې ضد احتجاج روان دی


د مې پر دویمه د دې پیښې پر ضد د ځايي خلکو احتجاج پیل شو  چې د انتظامیې او جرګې تر مینځ د مذاکراتو نه وروسته پاي ته ورسید.
د مې پر دویمه د دې پیښې پر ضد د ځايي خلکو احتجاج پیل شو  چې د انتظامیې او جرګې تر مینځ د مذاکراتو نه وروسته پاي ته ورسید.

پراګ ـ په مومندو کې د یو امنیتي سرتیري لخوا د کورونو د پردې ماتولو پر ضد ځاي جرګې یو ځل بیا احتجاجي ناسته پیل کړی ده.

بلخوا انتظامیې په مامد ګټ سیمه کې د یوې ښځې په ډزو د وژل شوي امنیتي سرتیري د پیښې راپور درج کړی دی.

چارواکي ادعا کوي چې معامله يي هواره کړې خو مظاهره چیان وايي چې انتظامیه ددوی د غوښتنو منلو ته اماده نه ده.

د مومندو په مامد ګټ سیمه کې د مې پر لومړۍ نېټه د زیبا په نوم یوې میرمنې هغه وخت یو تن په ډزو وویشته او مړ يي کړ کله چې يي د دی کور ته د ورننوتلو هڅه کوله.

ځايي خلک وايي، وژل شوی تن د ملیشې ځواک عسکر وو خو انتظامیې يي د پیژندګلو په اړه څه سپیناوی نه دی کړی.

د مې پر دویمه د دې پیښې پر ضد د ځايي خلکو احتجاج پیل شو چې د انتظامیې او جرګې تر مینځ د مذاکراتو نه وروسته پاي ته ورسید.

خو اوس د جرګې مشران وايي، د پیښې د ایف ای ار په درج کولو سره انتظامیې خپل نیت څرګند کړ او د دوی د غوښتنو منلو ته اماده نه دي، نو دوی یو ځل بیا احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

خو د سیمې نه د واکمن تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی ساجد خان وايي، حکومت د مظاهره چیانو ټولې غوښتنې منلې دي، او د عملي کولو لپاره يي هڅې کوي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې ځیني خلک دا پیښه د خپلو سیاسي ګټو لپاره کارول غواړي.

د مې پر څلورمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان هم په مامد ګیټ کې د اغېزمنې شوې کورنۍ له غړو سره ولیدل او هغوی له يې د خپلې مرستې ډاډ ورکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي چې په پوځي عملیاتو کې د خلکو د ټولنیزو او کلتوري قدرونو خیال نه ساتل کیږي، او په ډیرو موقعو د بشري حقونو نه سرغړونه کیږي چې باید پلټنې يي وشي.

بل خوا پوځي او انتظامي چارواکي ادعا کوي چې د بریالیو عملیاتو په نتیجه کې يي د سیمې امنیت په ځای کړی دی.

XS
SM
MD
LG