د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ د کورونو ستر ماتول نه منو: مومند مشران


د مومندو پر پېښه د خلکو احتجاج
د مومندو پر پېښه د خلکو احتجاج

د اپرېل پر ۳۰مه د شپې ناوخته د مومندو د مامد ګټ په زیارت کلي کې یوې ښځې خپل کور ته د امنیتي ادارې د یو تن بې له اجازته پر ننوتو په ډزوو وواژه.

د مومندو ځایي مشرانو له دغې پېښې وروسته په احتجاج کې وویل چې دا په دا وروستیو کې داسې څلورمه پېښه ده چې امنیتي عسکر، پوځ او ملېشه یې کورونو ته بې له اجازته ننوځي او د کور پرده او ستر ماتوي. امنیتي ادارو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مومندو یوه ځایي مشر جنګرېز مومند وایي په قبایلي سیمو کې په کورونو د چاپو وهلو او د لټون په عملیاتو کې امنیتي عسکرو د دوی د کورونو د چادر او چاردیوارۍ خیال نه دی ساتلی: ''د فاټا، د پاکستان او ان د نړۍ په تاریخ کې به هم داسې ظلمونه نه وي شوي څنګه چې د پښتنو په سیمو کې زموږ خویندو او میندو سره وشو او کېږي، په مومندو او خېسور کې چې څه وشول، له دې وړاندې هم داسې پېښې شوي دي، هغه څوک چې ځان ته د قانون او د ملک ساتونکي وایي دا کارونه هم د هغوي له اړخه شوي دي.''

که دې کورنۍ یا دې ښځې ته څه تاوان ورسید نو ټول مومند قام به راپاسي

د مومندو یو بل تن وایي وروستی پېښې ټول ولس ډېر خپه کړی دی او که چرې هغې ښځې ته چې امنیتي عسکر يې وژلی څه تاوان ورسید نو ټول قام به راپاڅي: ''که دې کورنۍ یا دې ښځې ته څه نقصان ورسید نو موږ به اعلانونه کوو، ټول مومند قام به راوباسو او یو لوی احتجاج به کوو.''

که څه هم د مومندو مشران او یوه سرکاري د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته پخلی وکړ چې وژل شوی کس د ملېشه ځواک یو تن وو، خو تر دې دمه په سرکاري توګه د دې تصدیق یا تردید نه دی شوی او نه یې دا ویلي چې هغه د کوم ځای وو. مشال راډیو کوشش وکړ چې په دې اړه د ځایي چارواکو نظر حاصل کړي خو بریالي نه شو.

په چارشنبه په مومندو کې په مظاهره کې شامل فردوس خان ساپي مشال راډیو ته وویل، له سیمې د قامي اسمبلۍ غړی ساجد مومند د مظاهرینو او امنیتي چارواکو ترمنځ جرګه شو او د شرطونو د منلو ضمانت یې ورکړ: "غوښتنې دا وې، ښځې چې کوم کار کړی دی، د قبایلو د رسم او رواج سره سم یې کړی دی، دا مړی ختم دی، بل کوم موبایلونه او تمانچه چې ترې هغوی (ملیشې والاو) وړې ده، هغه به واپس ورکوي او درېم دا چې د دې وژنې عدالتي کاروایي به نه کیږي، نو دا شرایط یې راسره ومنل"

فردوس ساپي وویل، له باجوړه هم ډېرې خلکو په احتجاج کې ګډون ورسره وکړ. هغه وویل که منل شوي شرایط یې عملي نه شو، نو د باجوړ او مومندو ولسونه به ګډ احتجاج شورو کوي.

باید د امنیتي عسکرو اخلاقي تربیت وشي

بلخوا د مومندو پر پېښه په ټولنیزو رسنیو هم د پښتنو ښځو سپکاوی بند کړئ هېش ټېګ(#) سره سخت تنقید وشو. له سواته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر مختیار یوسفزی وایي داسې پېښې په سوات کې هم شوي دي او باید د امنیتي ادارو مشران یې نوټس واخلي: ''د سوات په منګلور، ستره او نورو سیمو کې هم داسې پېښې شوي دي چې پوځیان بغیر له اجازته کورونو ته ننوتي دي، د مومندو پېښې موږ ټول ډېر خپه کړي یو، باید د پوځ مشران د دې خبرې نوټس واخلي او د پوځیانو اخلاقي تربیت وکړي.''

بلخوا د قانوني چارو یو کارپوه اعجاز مومند وایي ناامنیو او پوځي عملیاتو د خلکو شخصي او کورني ژوند ته سخت تاوان رسولی دی: ''د خلکو کورونه، حجره-جومات له سره پاتې نه شول، لومړی یې هر څه وران کړل او اوس یې بې ستره کوي. د پښتنو په سیمو کې جګړې د پردې روایت ته تاوان ورساوه.''

له مومندو وړاندې د وزیرستان په خیسور کلي کې هم ځینو خلکو پر امنیتي عسکرو دا تور پورې کړی وو، چې د دوی د کورونو د تلاشۍ پر وخت یې ستر او پرده ماته کړې ده.

XS
SM
MD
LG