د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د مذهبي همغږۍ لپاره درې ورځنۍ غونډه وشوه


د غونډې عکس
د غونډې عکس

د خیبر پښتونخوا د مذهبي او کمشمېره ډلو د صوبايي محکمې لخوا د بیلا بیلو مذهبونو د ځوانانو لپاره په پیښور کې درې ورځنی پروګرام د مې پر دریمه پای ته ورسېدی.

په دې پروګرام کې د پاکستان له ټولو برخو شاوخوا ۳۵۰ هلکانو او نجونو برخه اخیستې وه او د ټولو مذهبونو عالمانو په دې غونډه کې پر زغم او همغږۍ خبرې وکړې.

د خیبر پښتوخوا د وزیر اعلا لپاره د اقلیتونو مشیر روي کمار مشال راډیو ته وویل ، دا وخت په نړۍ کې د ترهګرۍ یو لړۍ روانه ده نو د مذهبونو تر مینځ چې کوم اختلافات دي له هغه څخه دا دا ورانکاري ګټه اخلي نو موږ غواړو چې دا ټول را یو ځای کړو او اختلافات کم کړو ، مینه او ورور ولي خوره کړو”.

د مردان د یوې دیني مدرسې زده کوونکي مثل زادهوايي ، “ که څوک د اقلیتونو حقونه کم ګڼي نو دا ناپوهي ده ، کم ضرفي ده او پر مسلمانانو د دوي ډېر حقونه دي.”

د سیک مذهب یو منونکي سرنجیت کور وايي د نړۍ هر مذهب د مینې ، امن او انسانیت درس ورکوي.

د خیبر پښتونخوا له بونېر څخه په دې پروګرام کې شریک شوي د هندو مذهب وګړي سرکا کماري وايي د ځوان نسل لپاره داسې پرګرامونو ته ډیر اړتیا ده ځکه چې دا د دې ملک راتلونکی دي.

په دې پروګرام کې د هلکانو او نجونو ترمنځ د سندرو سیالي هم وشوه. دوي غوښتنه وکړه چې داسې پروګرامونه دې د صوبې په نورو برخو کې هم جوړ شي.

XS
SM
MD
LG