د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنېټر مشتاق احمد: امنیتي ځواکونو اورکزۍ ضلعې ته له تلو راوګرځولم


د پاکستان یو امنیتي پوسته (پخوانی عکس)

د جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا مشر سنېټر مشتاق احمد خان وايي د پاکستان امنیتي ځواکونو اورکزۍ ضلعې ته له تګ را ګرځولی دی.

سنېټر مشتاق احمد خان وايي دی د مې پر څلورمه په اورکزۍ کې د ګوند په جلسه کې د ګډون لپاره روان وو خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

نوموړی تور پورې کوي چې هلته مامور امنیتي ځواکونو ورسره ډېره بده رویه کړې ، د ده مطبوعاتو له کارکونکي څخه یې موبایل اخیستی او د دې پېښې جوړې شوې ټولې ویډیوګانې ختم کړې دي.

او د دوي جوړې کړې ویډیوګانې

سنېټر مشتاق احمد خان وايي چې دوي د دې پرضد له اوبلن چيک پوسټهسره نېزدې تر يو ساعته احتجاج کړی دی.

مشتاق احمد خان وویل چې دا تر انتخاباتو وړاندې درغلي ده. د ده په وینا دا ځکه چې وزیراعظم عمران خان له سرکاري وسایلو سره هلته جلسې کوي خو نورو ته هلته د تګ اجازه نه ورکوي.

د قبایلی ضلعو لپاره د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند اجمل خان وزير دا تور ردوي چې ګني دوي په قبايلي ضلعو کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره په حکومتي وسايلو خپل کمپاين روان کړی.

خو ده وویل چې په دې پېښه نه دی خبر چې امنيتي اهلکارانو اورکزو ته د سنېټر مشتاق خان پر تلو ولې بندېز لګولی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د جماعت اسلامي صوبايي مشر مشتاق احمد خان د اپرېل پر ۲۴مه په کورمه کې د يوې جلسې پر وخت د تحریک انصاف پر حکومت سخت تنقید کړی وو.

نوموړي ویلي وو چې په قبایلی ضلعو کې ترقیاتی کارونه یوازې تر اعلانونو محدودو دي او حکومت له قبایلي ولس سره د کړو وعدو په پوره کولو کې ناکامه شوی دی.

خو د تحریک انصاف حکومت وايي په قبایلي ضلعو کې د پرمختګ بهیر ته ژمن دي او هلته به د ولس د ژوند ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG