د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ ډپټي کمشنر پرضد لاریون

د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د قبایلي ضلعې باجوړ زده کونکیو او مشرانو د دې سیمې د ډپټي کمشنر پرضد احتجاجي مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې نوموړې دې له باجوړه بدل کړي ځکه چې پر ولس ظلم کوي.

د دوی وینا وه چې د پاکستان مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ پخواني غړي شهاب الدین زوی يې بې ګناه بندي کړی دی.

بل پلو دغه ډپټي کمشنر محمد عثمان محسود ویلي چې جلال الدین خان يې د حکومت په کار کې د مداخلت په جرم کې نیولی دی.

د شورو په ورځ د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته دې احتجاجیانو وویل د باجوړ ډپټي کمشنر محمد عثمان محسود د شهاب الدین خان زوی جلال الدین خان د درې ایم پې او قانون لاندې د یوې میاشتې لپاره په هري پور زندان کې بندي کړی دی چې غیرقانوني او غیرايني دی.

د دوی وینا وه که جلال الدین خان يې راخوشې نه کړو او حکومت د دغه ډپټي کمشنر بل ځای ته تبادله ونکړه نو دوی به د پارلیمان مخې ته احتجاجي دهرنا ورکوي.

له مشال راډیو سره د قبایلي ضلعو د ځوانانو د جرګې یو غړي او زده کونکي فرهاد علي وویل اوس قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا ورګډې شوي دي خو دغلته اوس هم هغه تر ایف سي ار لاندې فیصلې کېږي.

د نوموړي په خبره: ''د باجوړ ډي سي یو خپل کلچر او خپل قانون په باجوړ کې راوستل غواړي اوس هغه هلته یو بل کونسل جوړوي چې د پاکستان این پرضد دی. په اصل کې دی د فاټا هغه پخواني قانون ته وده ورکوي اوس يې زموږ یو ورور جلال الدین چې ډي سي ته د قانون مطابق خبره کړې وه د یوې میاشتې لپاره بندي کړی دی نو موږ په دې احتجاج کې غوښتنه کوو چې له هغه سره دې انصاف وشي او د ډي سي دې تبادله کړل شي.''

پر دې مهال یو بل احتجاجي عطاالله خان هم له مشال راډیو سره په خبرو کې د جلال الدین لپاره د انصاف غوښتنه او ویې ویل چې هغه دې هرومرو راخوشې کړل شي. نوموړي وویل: ''که جلال الدین د پاکستان د قانون له مخې یو جرم کړی وي نو پر هغه دې دفعه ولګول شي نو موږ له حکومته غوښتنه کوو چې داسې انتظامیه راولي چې د مسلو جوړولو پرځای ورته اساني پیدا کړي.''

د جلال الدین پلار شهاب الدین خان مشال راډیو ته وویل چې د باجوړ ډپټي کمشنر د ځنو سیاسي خلکو په لمسون د ده زوی نیولی دی خو دی به قانوني جنګ کوي او ټولو ته به رېښتیا ښکاره کوي.

نوموړي وویل: ''زما د زوی ویډیو موجود ده او ده پرې لګولي څه دي نو پکار وه چې بیا يې پرې اېف ای ار درج کړی وی نو تورونه يې لګولي دي چې د ریاست دننه يې ریاست جوړ کړی دی او له ما سره يې بدتمیزي کړې ده. نو پکار وه چې په دغه کې يې نیولی وای نو دا خو بېخي ظلم دی چې درې ایم پي او يې پرې ولګوله او اوس وايي چې دا ماشوم به له ما نه معافي غواړي. زه به د ده[دیپټي کمېشنر] پرضد عدالت ته ځم.''

د اپرېل په څلورویشتمه د باجوړ ډپټي کمشنر محمد عثمان محسود جاري شوي نوټيفیکشن کې ویلي چې د اپېرل پر درویشتمه نېټه د باجوړ په پشت سیمه کې د پرانستې کچارۍ [غونډې] پر مهال د سرکار په کار کې د مداخلت، له سرکاري افسرانو سره د بدتمیزۍ او د اړی ګړی جوړولو په جرم کې يې جلال الدین خان د پاکستان د امنیت خرابولو تر قانون لاندې نیولی دی.

XS
SM
MD
LG