د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې د کوټي شورا د دوو غړو په ګډون ۱۵وسله وال وژل شوي


په غزني کې د افغان ځواکونو عملیات.
په غزني کې د افغان ځواکونو عملیات.

د غزني چارواکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او کومانډويي عملیاتو کې د کوټي شورا د دوو غړیو په ګډون ۱۵وسله وال وژل شوي دي.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري په دې اړه د مې پر دوهمه مشال راډیو ته وویل: "د غزني ولایت په واغظ، مقر او زنخان ولسوالیو کې بېګاه شپه د افغان او او بهرنیو ځواکونو په دریو هوایې او یو لړ کومانډویې عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قومندان، د هغوی د کوټي شورا د دوو غړو او اووه بهرنیانو په ګډون ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي"

نوموړي زیاتوي: پرون ماښام ناوخته بهرنیو ځواکونو د واغظ ولسوالۍ په ملک خیل سیمه کې د طالبانو پر یوه کاروان برید وکړ چې پکي د طالبانو د یوه مهم قومندان زیړګل مشهور په فیاض، د طالبانو د کوټي شورا د اقتصاد کمیسیون د ۲ غړو او ۷ بهرنیو طالبانو په ګډون ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ عرادي موټر، ۱ عراده موټر سایکل او ګڼ وسلي یې له منځه تللي دي.

نوري وايي: تیره شپه بهرنیو هوایې ځواکونو د مقر ولسوالۍ په سنګاسي سیمه کې هوایې عملیات ترسره کړي چې پکي ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي

ده وویل: تیره شپه د زنخان ولسوالۍ په اړوندو کې عملیات ترسره کړي چې له لاسته راوړني پرته پای ته رسیدلي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د خپلو جنګیالیو د وژل کیدو خبره نه مني، مشال راډیو وویل، چاپې وهل شوې دي، خو د ولسي خلکو په کورونو.

XS
SM
MD
LG