د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ګاوندیانو سره ښه اړیکي غواړو: جواد ظریف


د ایران د بهرینو چارو ویز جواد ظریف
د ایران د بهرینو چارو ویز جواد ظریف

ایران ویلي د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او د هغوی له اتحادیانو سره ښې اړیکي غواړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د مې پر دوهمه په دوحه کې د اسیایي همکارۍ ډیالوګ پر مهال خبریالانو ته وویل له قطر، کویت او اومان سره ښې اړیکې لري او همداسې اړیکې له سعودي، بحرین او له متحده عرب اماراتو سره غواړي.

د شییعه ایران او سني سعودي عرب ترمنځ د یمن د شخړې او په سیمه کې د خپل نفوذ پر سر اختلافات دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سفارتي اړیکې له ۲۰۱۶ م راهسې پرې دي.

په ۲۰۱۷ م کې سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، بحرین او مصر له قطر سره سفارتي او تجارتي اړیکې پرې کړې او دوحه یې د ترهګرو په مرسته تورنه کړه،

خو قطر دا ردوي او وایي له ایران سره یې د ښو اړیکو په سر یې هغه هېوادونه مخالفت کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، په قطر د فشار اچولو مخالف دي او د دې ترڅنګ د فارس خلیج هېوادونه خپل منځي اختلافات په پرامنه توګه هوارولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG