د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادي راډیو خبریالانو لومړی تلین لمانځل کېږي


د ازادي رآډیو درې وژل شوي خبریالان
د ازادي رآډیو درې وژل شوي خبریالان

ازادي راډیو نن د خپلو درې وژل شویو خبریالانو په ګډون د لسو خبریالانو یو کلن تلین تازه کوي.

سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم دراني او اووه نور خبریالان یو کال مخکې د ثور په لسمه کې په کابل کې د خبري پوښښ په مهال په یوه ځانوژونکې حمله کې چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی ووژل شول.

تېرکال په همدې ورځ د بي بي سي یو خبریال په خوست کې ووژل شو چې دا ورځ په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د ازادي راډیو د درې وژل شویو خبریالانو په ګډون په‌دې پېښه کې د ټولو وژل شویو خبریالانو د یاد تازه کولو لپاره ازادي راډیو نیول شوي مراسم د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب له کمېټې سره په ګډه تنظیم کړي دي.

افغانستان تېر کال په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ هېواد بلل شوي په‌دې کال په افغانستان کې ۱۵ خبریالان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG