د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین دې د بشري حقونو احترام وکړي: ګویتېرس


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګویتېرس د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په تازه ملاقات کې د ایغور اقلیتونو د صورتحال په اړه خبري کړي دي او د بشري حقونو د احترام غوښتنه یې ترې کړې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د اپرېل پر ۲۹مه وویل، د ملګرو ملتونو مشر او چینايي ولسمشر د اپریل پر۲۶مه ملاقات کړی وو او ډېر په ازاد انداز یې له یو بل سره خبري کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، ګویتېرس ولسمشر شي جین پینګ ته ویلي چې په ټولو حالاتو او ان د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد د مبارزې پرمهال دې هم د بشري حقونو په مکمله توګه احترام وکړي.

دا څرګندونې له هغې ډېر ژر وروسته مخکې ته راغلې چې د بشري حقونو د څارنې ادارې یو مشر کینیت روت په واشنګټن پوسټ کې په یوه مقاله کې پر ګویتېرس تنقید وکړ چې هغه د بشري حقونو پر صورتحال خاموشه دي.

د چین پر حکومت تنقیدونه کېږي چې شاوخوا یو میلیونه ایغور او دغسې نور مسلمانان یې د یوارې بیا تعلیم ترلاسه کولو لپاره په مرکزونو کې اچولې دي او د بشري حقونو مبارزانو په وینا، دا کیمپونه یو ډول بندي خانې دي.

خو چین بیا وايي، دا کار د ترهګرۍ او سختدریځۍ د مخنیوی په خاطر کوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG