د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې یو ځايي مشر وژل شوی


 د قبایلي سیمو نقشه
د قبایلي سیمو نقشه

د اپرېل پر۳۰مه سهار د مومندو په امبار سیمه کې ملک عمر سید په بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

په سیمه کې انتظامي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د پخواني امن لښکر غړی عمر سید له خپل کلي سنګر-سرهشا ته پیاده روان وو چې پرې چاودنه وشوه.

د پېښې ذمه وارې له چا نه ده منلې.

بلخوا پاکستانیو امنیتي سرچینو ویلي چې د اپرېل پر ۲۹مه ماښام په شمالي وزیرستان کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

چارواکيو د اپرېل پر۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې وسله والو په دته خېلو کې پر شنه کنډي امنیتي پوسته ډزې وکړې چې پکې یو عسکر ووژل شو.

د دې پېښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې منلې ده.

چارواکي زیاتوي، په بله پېښه کې په غلام خان تحصیل کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې یو عسکر وژل شوی او بل ژوبل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG