د لاسرسي ځای

تازه خبر

شوکت یوسفزي ته په لومړي ځل انتخاباتو کې خپل پلار هم ووټ نه وو ورکړی


د مشال مرکې خپرونې په دې برخه کې مو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو له وزیر شوکت یوسفزي سره خبرې کړې دي. نوموړی تر سیاست مخکې خبریال وو او د ۱۹۸۰ز لسیزې په پای کې یې په افغانستان کې خبریالي کوله.

دی وايي، له ۱۹۹۶ز کال راهیسې د عمران خان ملاتړی وو او په تحریک انصاف ګوند ورګډ شو.

یوسفزی تر دې مخکې هم په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د تېر صوبايي حکومت یو مهم سیاستوال وو او د وزیر په توګه یې دنده تر سره کړه.

شوکت یوسفزي په مرکه کې د خپل تعلیم، خبریالۍ او سیاسي ژوند په اړه مفصلې خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

شوکت یوسفزی د خپل مسلکي او سیاسي ژوند په اړه غږېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG