د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې د ماين چاودنې ماشومان ژوبل کړي


په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بمونو چاودنو لسګونه ماشومان او لویان ژوبل کړي یا وژلي دي
په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بمونو چاودنو لسګونه ماشومان او لویان ژوبل کړي یا وژلي دي

د جنوبي وزيرستان په سروکۍ کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

يوه چارواکې يوسف علي خان مومند د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې پيښه د جنوبي وزيرستان سب ډويژن سروکۍ بدر ژور کلي کې شوې ده.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۴مه هم د ځمکلاندې بم چاودنه شوې وه چې پکې دوه ماشومان ژوبل شوي ول.

ځايی خلک وايي، په جنوبي او شمالي وزيرستان کې ښخو په چاودنو کې لسګونه کسان چې پکې زياتره ماشومان دي وژل شوي او ژوبل دي.

پښتون تحفظ تحریک غوښتنه کوي چې حکومت دې سيمه له ماينونو پاکه کړي.

د پاکستان پوځ ويلي ول چې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته یې دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG