د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن ګوندونه وايي ، په ملک کې صدارتي نظام نه منو


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د پاکستان په سېنټ کې د اپوزشن ګوندونو مشر سېنېټر راجه ظفر الحق وايي، په هېواد کې د صدارتي نظام نافذولو هر ګام مخالفت به کوي.

په سېېنټ کې د اپوزشن ګوندونو مشر او مسلم ليګ نواز مخکښ سېنېټر راجه ظفر الحق د اپرېل پر ۲۶مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د موجوده حکومت مقصد په ملک کې صدارتې نظام راوستل دي.

ده وویل ، “د اساسي قانون ترمخه د کابينې وزيران بايد منتخب شوي پارليمان غړي وي. په دې کې پينځه سلاکاران کيداي شي، خو حکومت دويشت غير منتخب کسان په کابينه کې شامل کړي دي. په دې کې د کابيني مهمې محکمې هغو کسانو ته ورکړل شوې دي چې د پارليمان غړي نه دي.”

د سېنېټر راجه ظفر الحق په وینا ، دا کار په صدارتي نظام کې کيداي شي خو پارليماني نظام کې د دې لپاره هيڅ ځاي نېشته.

سېنېټر راجه ظفر الحق وويل، له موجوده حالاتو داسې ښکارې چې حکومت په هېواد کې صدراتي نظام راوستل غواړي.

نوموړي زياته کړه چې ټول اپوزشن ګوندونه پر دې خبره سره سلا دي چې د صدارتي نظام مخالفت به کوي ځکه چې په هېواد کې وار له مخې صدراتي نظام ناکامه شوی دی.

د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه کې د پيپلز ګوند سنېټر او د ايوان پخواني چيرمين رضا رباني په خپله وينا کې پر حکومت نيوکې وکړې.

رضا رباني خبرداری ورکړی چې د تحریک انصاف د حکومت اوسنۍ کابينې جوړښت په راتلونکي کې ډيرې ستونزې جوړولای شي.

نوموړي زیاته کړه چې له دې کبله د ايوان او پر حکومتي چارو ډير اثرات پرېوتلای شي.

د واکمن تحريک انصاف ګوند سنېټر هدايت الله دې ته په غبرګون کې مشال راډيو ته وويل چې په دې خبرو کې هيڅ حقيقت نشته.

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبريال او د سياسي چارو شنونکی انعام الله خټک وايي، موجوده حکومت په ډاګه دا خبره نه ده کړې خو په کابينه کې يې ټيکنوکريټس اخیستي دي.

په سېنټ کې اپوزشن ګوندونو دريځ لري چې د وفاقي کابينې ۱۷ وزيران داسې دي چې نېغ په نېغه د ولس په رایو نه دي منتخب شوي.

د دوي په وینا دا کسان ايوان ته نشي راتلاي نو په دې حالاتو کې به څنګه د ايوان او حکومت ترمنځ چاري پرمخ ځي.

XS
SM
MD
LG