د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو د صوبايي اسمبلۍ انتخابات به د مې پر شپږمه اعلان شي


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن لوګو
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن لوګو

پراګ: د پاکستان د انتخاباتو ادارې – الیکشن کمیشن- ویلي دي چې په قبایلي ضلعو کې به د صوبایي اسمبلۍ د ۱۶ چوکیو لپاره د ټاکنومهالوېش د مې میاشتې پر شپږمه اعلان شي.

دا خبره د الیکشن کمېشن له خوا د اپرېل پر ۲۶مه په اسلام اباد کې په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

یادې ادارې پر خلکو غږ کړی چې تر هغه وړاندې خپل ووټونه درج کړي ځکه چې وروسته به هیڅوک خپل ووټونه له یو ځایه بل ته نه شي منتقل کولای.

د خېبرپښتونخوا د صوبایي الیکشن کمېشن یو چارواکي سهیل احمد مشال راډیو ته وویل چې دا خلک کولای شي چې د الیکشن کمېشن ضلعې دفتر ته ورشي او ۲۱م نمبر فارم ترلاسه کړي او خپل اندارج وکړي.

سهېل احمد وویل ، “د بیلا بیلو خلکو درخواستونه او شکایتونه راغلي وو چې زموږ خلک له اندراج څخه پاتې دي”.

نوموړي وویل چې الیکشن کمېشن د دې لپاره یوه میاشت خصوصي مهم چلولی وو خو که څوک بیا هم خپل اندراج کول غواړي یا د خپل ووټ منتقلي کول غواړي نو هغوی دې په دې لسو ورځو کې دغه کار وکړي.

د صوبايي اسمبلۍ پر دې چوکیو ممکنه کاندیدان وايي دوي په دې برخه کې ستونزې لري او غوښتنه کوي چې د انتخاباتو کمېشن دې ورته پام وکړي.

په کرمه قبایلي ضلعه کې د ۱۰۸مې صوبایي حلقې امیداوار عبدالخالق پټان مشال راډیو ته وویل چې دوي د خپلو سیمو خلک قانع کوي چې د ووټونو اندراج وکړي خو بیا هم ستونزې لري.

ده وویل ، “ زموږ زیات خلک په پېښور ، هنګو او نورو سیمو کې د بې کورۍ ژوند کوي او د هغوی ووټ هلته درج دی.”

ده وویل چې پخوا به د کلي یو تن فارمونه ډک کړل او الیکشن کمېشن ته به یې ورکړل خو اوس دوي دا شرط پکې یښی دی چې خامخا به یې د اندراج کوونکو د کور غړی دا کار کوي.

د الیکشن کمېشن دا اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې د قبایلي ضلعو ځینو پارلماني استازو په قومي اسمبلۍ کې د ۲۵م ایني بدلون مسوده جمع کړې ده.

په دې مسوده کې غوښتنه شوې ده چې د قبایلي ضلعو لپاره دې د قومي اسمبلۍ اوسنۍ ۱۲ چوکۍ پر ځای وساتل شي خو د صوبايي لپاره دې د دې سیمو چوکۍ له ۱۶ څخه ۲۴ کړل شي.

XS
SM
MD
LG