د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین بېجنګ ته رسیدلی دی.
ولسمشر پوتین به د شمالي کوریا له مشر کم جونګ اون سره د خپل پروني ملاقات چینایي مشران خبروي او دا یې هم ویلي دي چې امریکا ته په دې اړه تفصیل ورکولو ته تیار دی.
په عین حال کې د اپرېل پر ۲۶مه د شمالي کوریا سرکاري میډیا ویلي چې کم جونګ اون ولسمشر پوتین ته په یو مناسب وخت کې د پیانګ یانګ د سفر بلنه ورکړې ده کومه چې نوموړي قبوله کړې.
په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
دا پرمختګونه د واشنګټن او پیانګ یانګ ترمنځ د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه په خبرو کې د مسکو اثر زیاتولای شي.
د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او کم جون اون ترمنځ د دوو سرمشریزو د کېدو باوجود هم په دې اړه څه پرمختګ نه دی شوی.
په تېرو وختونو کې ولسمشر ټرمپ د ولسمشر پوتین او کم جون اون دواړو صفتونه کړي دي او دا یې هم ویلي چې دې غواړي له دواړو مشرانو سره اړیکې ښې کړي.