د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چمن کې د پولیو ضد کمپاین بیرته پیل شو


د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس
د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس

پراګ: د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پولیو ناروغۍ پرضدماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپاین د اپرېل پر ۲۶مه بیرته پیل شو.

د چمن مرستیال کمشنر سمیع الله اغا مشال راډیو ته وویل چې د پولیو ضد کارکونکو د امنیت لپاره یې سخت ګامونه اخیستي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د چمن په سلطانزي کلي کې د اپرېل پر ۲۵مه د پولیو ضد کارکونکو پر ډله په وسله وال برید کې ماشومانو ته څاڅکې ورکونکې ۳۵ کلنه نسرین ووژل شوه او د هغې ۲۴ کلنه ملګرې رشیده ټپي شوه.

رشیده اوسمهال د کوټې په ولسي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په دې پېښه کې د وژل شوې نسرین خپلوانو سخت احتجاج کړی وو او پوښتنه یې کوله چې د دې کارکونکو د امنیت لپاره ولې له وړاندې لا مناسب ګامونه نه وو پورته شوي.

په چمن کې د وژل شوې نسرین خپلوان د هغې له مړي سره
په چمن کې د وژل شوې نسرین خپلوان د هغې له مړي سره

په کوټه کې د پولیو ضد د ایمرجنسۍ مرکز د چارواکو په وینا د چمن په سلطانزي کلې کې د پولیو ضد کارکونکو پر ډله برید په داسې وخت کې شوی دی چې دوي کور پر کور په هغو خلکو پسې ګرځېدل چې خپلو ماشومانو ته د دې څاڅکو له ورکولو انکار کوي.

احتجاج کونکو پر حکومت غږ وکړ چې په پېښه کې لاس لرونکي دې ژر تر ژره ونیسي خو تر اوسه نه څوک نیول شوي دي او نه هم چا د دې برید زمه واري منلې ده.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال اړوند ادارو ته امر کړی دی چې په دې پېښه کې دې لاس لرونکي کسان ژر تر ژره ونیسي.

دا په بلوچستان کې د پولیو پر ډلو لومړی برید نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ښارونو کې داسې بریدونه شوي دي خو تر اوسه پکې د لاس لرونکو د نیول کېدو خبر مخې ته نه دی راغلی.

د چمن په ګډون د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې د پولیو ضد کمپین داپرېل له ۲۲مې پیل شوی دی.

چارواکي وايي چې په دې دوران کې به تر ۲۴ لکو زیات ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

پولیو ناروغي د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې له منځه وړل شوې ده خو د پاکستان او افغانستان په ګډون په بیخي لږ هیوادونو کې لا هم دا وایرس موجود دی.

په پاکستان کې نه یوازې دا ناروغۍ د پښتنو په سیمو کې زیاته ښودل کېږي بلکې په هم دې سیمو کې د پولیو ناروغۍ پرضد کارکونکو ډلو بریدونه هم د نور سیمو پرتله زیات دي.

دا بریدونه په دې ورستیو ورځو کې لا زیات شوي دي. د چمن تر پېښه یوه ورځ وړاندې د اپريل پر ۲۴مه د خيبر پښتونخوا په بونير کې د پوليو ضد کمپاين پر کارکونکو نامعلومه کسانو بريد وکړ چې يو پوليس پکې ووژل شو.

تر هغه یوه ورځ وړاندې د اپريل پر ۲۳مه په بنو کې د پوليو ضد کارکونکو باندي برید وشو چې پکې د هغوي پر امنیت ساتلو ګمارل شوی د پولیس عسکر ووژل شو.

XS
SM
MD
LG