د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په کابل کې د خپل سفارت کارکوونکي کموي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو غواړي چې په کابل کې د امریکا سفارت د کارکوونکو شمېر د بلې میاشتې له پای نیمايي ته راکم کړي.

روېټرز خبري اژانس وايي، د درې امریکايي چارواکو په شمول څلورو سرچینو ورته ویلي، امریکا پلان لري چې په کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو شمېر نیمايي ته راکم کړي.

د کانګرس یوې سرچینې روېټرز ته ویلي، په کابل کې به د امریکا د سفارت د کارکوونکو کمول د مې له ۳۱مې نېټې پېل شي.

په راپور کې د امریکايي چارواکو او د کانګرس د سرچینو له قوله ویل شوي چې په کابل کې د امریکا سفارت د کارکوونکو د شمېر کمولو په اړه دې پرېکړې د افغانستان د سولې د بهیر اغېزمنېدو په اړه اندېښنې پیدا کړي دي.

روېټرز خبري اژانس وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خوا په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکو د کمولو پرېکړه تر هغه څه شاوخوا یو کال مخکې ده چې تمه یې کېده.

په راپور کې دې اندېښنې ته هم اشاره شوې چې ښايي د امریکا دا اقدام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ له افغان حکومت سره چې لا دمخه یې د سولې په هڅو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر چلند نیوکه کړې، بې باوري زیاته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې روېټرز خبري اژانس ته په دې اړه د یوه ايمېل په ځواب کې ویلي، دوی د خپلو پالېسیو اهدافو ته په پام په نړۍ کې د امریکا پر ماموریتونو تل غور او بیا کتنه کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دې ویاندې زیاته کړې چې د ولسمشر ټرمپ اداره په افغانستان کې د دوامدارې سولې له لارې د جګړې ختمول غواړي او واشنګټن به افغانستان کې پیاوړی حضور وساتي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG