د لاسرسي ځای

تازه خبر

حیات اباد پېښه: د امجد اپریدي خپلوان عدالتي کمېشن غواړي


جلیل اپریدی د امجد اپریدي د شناختي کارډ نقل ښيي
جلیل اپریدی د امجد اپریدي د شناختي کارډ نقل ښيي

پېښور او پراګ - د پېښور په حیات اباد کې د یوه وژل شوي کس د تره زوی جلیل اپریدی ویلي دي، چې د امجد اپریدی په ګډون ټول پېنځه واړه کسانو له وسله والو سره هېڅ تړاو نه لاره.

د اپرېل پر ۱۶مه، په پېښور کې پولیسو وویل چې د حیات اباد په یوه کور کې یې د عملیاتو پر مهال پېنځه وسله وال وژلي دي.

خو د اپرېل پر ۲۵مه د پېښور خبریالانو په مرکز کې غونډې ته په وینا کې جلیل اپریدي وویل: "ټول زما رښته دار ول او امجد اپریدی زما د تره زوی وو چې ورباندې د ترهګر نوم ایښوول شوی. له حکومته د دغه پېښې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن د جوړولو غوښتنه کوو."

جلیل اپریدي وویل، د پولیسو دا خبره هم ناسمه وه چې ګواکې امجد اپریدی افغان وګړی وو.

ده په خبري غونډه کې د خپل تره زوی د پاکستاني شناختي کارډ او د نورو رسمي کاغذونو نقلونه یا کاپۍ وښودې او زیاته یې کړه چې امجد اپریدی حکومتي کارکوونکی وو چې له دندې ګوښه شوی وو او په پېښور های کورټ کې یې د خپلې برطرفۍ ضد مقدمه روانه کړې وه.

تر دې مخکې د اپرېل پر ۲۲مه هم د پېښور پولیسو خپل پخوانی دریځ تکرار کړ او د پولیسو مشر قاضي جمیل الرحمان خبري غونډې ته ویلي ول چې داسې ثبوتونه ورته په لاس ورغلي دي چې ورڅخه ښکاري چې وژل شوي کسان وسله وال ول.

قاضي جمیل الرحمان وویل: "سعید عرف بابو په ژوبل حالت کې نیول شوی دی او له دوی سره د عمران افغاني په نامه یو ځانمرګی هم وو او بله خبره دا ده چې وسله والو طالبانو د دې ذمه واري منلې ده."

د حیات اباد تر پېښې وروسته تحریک طالبان پاکستان ویلي ول چې وژلي کسان یې د وسله والې ډلې غړي ول.

د پولیسو مشر جمیل الرحمان زیاته کړه چې تر اوسه شوې پلټنې ښيي چې "امجد له خپلو نورو ملګرو سره په حیات اباد کې په لویو لویو پېښو کې ککړ وو."

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی او د قبایلي سیمو د وکیلانو د ټولنې مشر رحیم شاه اپریدي بیا وايي د حیات اباد په اووم فېز کې پولیسو "ترهګر نه بلکې بېګناه وګړي" وژلي ول.

ده زیاته کړه چې تر هغو چې عدالتي کمېشن نه وي جوړ شوی او د پېښې بې پرې پلټنې نه وي شوې، احتجاجونو ته دوام ورکوي.

د اپرېل پر ۱۶مه، پولیسو ویلي ول چې د اپرېل ۱۵مې شپې مهال یې په حیات اباد کې په یوه کور کې له وسله والو سره نښته وکړه چې پکې پوځي سرتېرو هم برخه واخیسته.

د پولیسو په وینا، په ډزو کې یو پولیس سرتېری هم وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG