د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د امریکا په مرسته د عدالتي روزنې اکاډمۍ بنسټ کښېښود

پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت او امریکايي کونسلګري په پېښور کې د یوې داسې اکاډمۍ بنیاد ایښي دی چې په عدالتي چارو کې به سرکاري افسران روزي.

د اپرېل پر ۲۴مه د امریکا له کونسلګرۍ په خپور بیان کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا د قضیو ادارې (پرازېکیوشن سروېس) د دې اکاډمۍ د جوړولو لپاره یوه غونډه وکړه.

په پېښور کې امریکايي کونسل جنرل جانتن شرییر غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا په قبایلي سیمو کې د عدالتي نظام پیاوړتیا لپاره د خیبر پښتونخوا له حکومت سره په مرسته ویاړي.

بیان زیاتوي چې دا اکاډمي به هر کال سلګونه سرکاري وکیلان او پولیس افسران روزي او د قبایلي ضلعو لپاره به هم کار کوي.

امریکا د دې اکاډمۍ جوړولو لپاره ۱۴ لاکه ډالر ورکړي او ټاکل شوې چې دا په یو نیم کال کې جوړه شي.

د پاکستان تېر حکومت، پارلېمان، پخواني ولسمشر او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره سم، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

له هغه وخت راهیسې حکومت وايي، په قبایلو کې یې اصلاحاتي بهیر ته دوام ورکړی دی.

په دې اصلاحاتي بهیر کې د پولیسو او عدالتونو نظام ورغځول هم شامل دي چې ورسره سم، وار له مخه ځېنې پولیس افسران قبایلو ته ورغلي او هلته یې دنده هم پیل کړې.

XS
SM
MD
LG