د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د مریکا په مرسته اکېډمۍ جوړېږي


د اکېډمۍ د بنسټ اېښودنې مهال
د اکېډمۍ د بنسټ اېښودنې مهال

پراګ : د خیبر پښتونخوا او امریکا په شریکه په پېښور کې د یو داسې روزنیز مرکز یا اکېډمۍ بنیاد یښې دی چې په عدالتي چارو کې به سرکاري افسرانو ته روزنه ورکوي.

دا خبره د اپرېل پر ۲۴مه د امریکا له کونسلګرۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا پراسیکیوشن سروس د دې اکېډمۍ د بنیاد اېښودلو لپاره د چارشنبې په ورځ د یو غونډې تابیا کړې وه.

په پېښور کې د امریکا کونصل جنرل جوناتهن شریئر غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا په قبایلي ضلعو کې د عدالتي نظام په پیاوړي کولو کې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره په مرستو فخر کوي.

د دې اکېډمۍ د جوړولو چارې به د ملګرو ملتونو د پرمختګ اداره – یو این ډي پي – پرمخ وړي.

بیان زیان زیاتوي چې دا اکېډمۍ به هر کال په سلګونه سرکاري وکیلانو او د پولیسو افسرانو ته په عدالتي چارو کې تربیت ورکوي او هم به د قبایلي ضلعو لپاره کار کوي.

خبر پاڼه زیاتوي چې له دې سره به په صوبه کې د عدالتي نظام قوي کولو کې مرسته وشي.

امریکا د دې اکېډمۍ لپاره ۱۴ لکه ډالر ورکړي او دا به په یونیم کال کې جوړه شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې امریکا له ۲۰۰۷م کاله راهسې په خیبر پښتونخوا پخوانیو قبایلي سیمو کې د پرمختګ په مد کې دوه اربه ډالر ورکړي

XS
SM
MD
LG