د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د اپرېل پر ۲۴مه جنوبي وزیرستان ته ځي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د ډېره اسماعیل خان کمشنر جاوید مروت د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې عمران خان به لومړی په سپینکي رغزي کې له د مسیدو له مشرانو سره جرګه کوي او له هغه وروسته به په واڼه کې جلسې ته وینا کوي.

جاوید مروت وویل ، “ دا د مسیدو د مشرانو غوښتنه وه چې عمران خان دې له دوي سره جرګه وکړي نو په دې اړه مو لیده کاته کړي او سره سلا شوي یو.”

په ټانک کې د مسید قبیلې د روانې احتجاجي ناستې مشرانو هم د اپرېل پر ۲۳مه د دې خبرې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دوي به د سپینکي رغزي په جرګه کې برخه اخلي.

د احتجاجي ناستې یو مخکښ ملک صلاح الدین اډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې له تېرو درو څلور ورځو پر دې خبرې روانې وې چې کله عمران خان واڼه ته ځي نو دوي به په هیڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

خو د ملک صلاح الدین اډوکېټ په وینا ، له حکومتي چارواکو سره یې مزاکرات بریالي شوي او اوس به دوي د اپرېل پر ۲۴مه په جرګه او ناسته کې ګډون کوي.

ملک صلاح الدین اډوکېټ د خپلو غوښتنو په اړه وویل ، “ زموږ غوښتنه دا وه چې دا ایجنسۍ د مسیدو پر خاوره جوړه ده نو وزیراعظم به لومړی د دوي خاورې ته ورځي او بیا چې چېرې هم ځي لاړ دې شي.”

ده وویل حکومتي چارواکو ورسره منلې چې عمران خان به لومړی له دوي سره ویني او درې ساعته به ورسره تېروي.

د مسیدو مشران وايي دوي پر دې خفه وو چې عمران خان دوي یوارې په واڼه کې جوړېدونکې غونډې ته بللي وو خو دوي تر انکار کړی وو.

XS
SM
MD
LG