د ډیره مراد جمالي د پولیسو په وینا د لومړيو پلټنو څخه داسې ښکاري چې برید د ترهګرۍ ضد پولیسو پر موټر شوی دی.
د نصیراباد د پولیسو مشر عرفان بشیر خبریالانو ته ویلي چې چاودنه د سي ټي ډي موټر ته نزدې یو موټرسایکل کې شوی دی.
عرفان بشیر وویل چې دا د ترهګړي پېښه وه او له امله یې د ترهګرۍ ضد پولیسو موتر ته هم زیان رسېدلی دی.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضیا لانګو امر کړی دی چې په پېښه کې د ټپیانو د علاج لپاره دې ټول اړین ګامونه پورته کړل شي.
ضیا لانګو زیاته کړې چې په دې پېښه کې ککړ کسان به ډېر زر ونیسي او د دې لپاره یې هڅې هم پیل کړې دي.
د ۲۰۱۹م کال د اپرېل پر ۱۲مه د کوټې په هزار ګنجۍ کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي وو.
په هغه برید کې په وژل شوو کې اته تنه د هزاره قبیلې وګړي هم شامل وو. هغوي څلور ورځې پرلت وهلی وو.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) د هغه برید زمه واري منلې وه.