د خېبر پښتنونخوا ليډي رېډنګ هسپتال مشر ويلي چې د پېښور ماشوخيلو سيمې ۵۰۰ ماشومان د علاج لپاره وروړل شوي دي.
ډاکټر خالد مسعود د اپريل پر ۲۲ مه نېټه د اېل ار اېچ هسپتال پر فېسبوک پاڼه يو ويډيويي پيغام خپور کړی چې پکې يې ويلي چې هسپتال ته ور وړل شوو ماشومانو ژوند له خطرې بهر دی.
تردې وړاندې د اپريل پر ۲۲ مه نېټه د ماشوخيلو خلکو ادعا کړې وه چې په لسګونه ماشومان يې د پوليو څاڅکې ورکولو وروسته ناروغه شو.
خو ډاکټر خالد مسعود په خپل ويډيويي پيغام کې ويلي چې د ماشوماني ناروغي د پوليو څاڅکو ورکولو سره هيڅ تړاو نلري.
هغه پر خلکو غږ کړی چې ګنګوسې او وېره دې نه خوروي.
نوموړي زياته کړه چې روغتون د ماشومانو د علاج لپاره سټاف او نور وسايل لري.
د ماشومانو د ناروغه کېدو وروسته د ماشوخيلو په لسګونو پارېدلو کسانو احتجاج وکړ او د سيمې د صحت بنیادي مرکز ته يې اور ورته کړ او ودانۍ ته يې زيان ورسولی.
د خېبر پښتنونخوا وزيراعلی محمود خان د پېښې د څېړلو حکم کړی دی.
په پاکستان کې د اپريل پر ۲۲ مه نېټه د پوليو پر کمپاين پيل شو چې د پوليو له منځه وړلو ملي پروګرام له مخې ۳۹ ملينه ماشومانو ته به پوليو وايرس ضد واکسين ورکول کېږي.