د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د ماشومان له پوليو واکسين څخه د ناروغه کېدو ادعا شوې


پخوانۍ تصوير
پخوانۍ تصوير

پېښور - د پېښور ماشوخيلو اوسېدونکيو تر هغې وروسته احتجاج کړی چې د پوليو څاڅکو ورکولو له کبله د شاوخوا ۶۰ ماشومانو د ناروغه کېدوه دعوه یې وکړه.

ځايی خلکو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې چې د اپريل پر ۲۲ نېټه سهار مهال د پوليو کارکوونکو په ځايي سکول کې ماشومانو ته ګوزڼ ضد څاڅکې ورکړل چې بيا وروسته يو شمېر ماشومان بې هوشه شول.

خو حکومت له خوا د دې تصديق نه دی شوی چې ماشومان رښتيا هم د پوليو څاڅکې له وجې بې هوشه شوي او که څنګه؟

البته د خېبرپښتونخوا وزيراعلی د پېښې نوټس اخیستی او د څېړنو امر یې کړی.

محمود خان د پېښور روغتون چارواکو ته هم ويلي چې ماشومانو ته دې طبي اسانتياوې ورکړي.

د ماشوخيلو په لسګونه اوسېدونکو د احتجاج پر مهال د سيمې د صحت بنيادي مرکز دروازه ماته کړه او ودانۍ ته يې اور ورته کړ.

د پاکستان جيو نيوز وېبپاڼې د حیات اباد ميډيکل کمپلېکس وياند په حواله ويلي چې د ماشومانو روغتيايي حالت ښه دی.

جيو نيوز زياتوي چې د واکسين ورکولو حکومتي ادارې اي پي ای وياند کامران اپريدي ورته ويلي چې د پوليو وايرس ضد واکسين بد اغېز نه کوي او نه هم واکسين تر وخت تېر ول.

د ډاکترانو په وینا، د پولیو واکسیني څاڅکي باید په یخي یا واوره کې وساتل شي او هر کله چې یخی ویلي شي، نو بیا باید و نه کارول شي.

XS
SM
MD
LG