پراګ - د سري لنکا په چاودنو کې د وژلیو شمېر ۲۹۰ ته رسېدلی او شاوخوا ۵۰۰ کسان ژوبل دي.
د اپريل پر ۲۱ مه دغه پرله پسې بریدونه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې په هوټلونو او کلیساګانو هغه مهال شوي ول چې خلک د عیسویانو د اختر ایسټر نمانځلو پر وخت په عبادتونو بوخت ول.
پولیس وايي، ۱۳ مشکوک کسان یې نیولي دي.
په بریدونو کې شپږ چاودنې سهار مهال رپورټ شوې او دوه نورې بیا د ورځې په اوږدو کې وشوې.
د سري لنکا دفاع وزیر چاودنې ترهګر بریدونه بللي او ويلي چې په فکر يې زياتره حملې ځانمرګې دي.
تر اوسه هېچا د حملو ذمه واري نه ده منلې.
د سري لنکا وزیراعظم رانېل وېکرېما سېنګې ویلي، بهرنۍ مرستې به تر لاسه کوي چې مالومه کړي چې بریدګرو له نړیوالې ترهګرۍ سره تړاو لري او که څنګه؟
د دې هېواد ولسمشر ماېتريپالا سېریسینا په خپل ولس غږ کړی چې ارام واوسي او له چارواکيو سره دې په پلټنو کې مرسته وکړي.