د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینیان د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې رایې کاروي


دا په اوکراین کې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو دی
دا په اوکراین کې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو دی

پراګ - په اوکراين کې خلک د اپرېل پر ۲۱مه د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې رایې کاروي.

دغه ټاکنې ممکن د اوسني ولسمشر پېترو پوروشېنکو سياسي برخليک مشخص کړي.

نظرپوښتنې ښيي چې مخالف کانديد ٤١ کلن ولاديمير زيېېنسکي په سیالۍ کې له پوروشېنکو څخه مخکې دى.

په يوه نظرپوښتنه کې چې تېره پنجشنبه خپره شوه، په ۱۰۰ کې نږدې ٥٨ برخوالو ويلي ول چې زېلېنسکي ته به ووټ ورکړي. په دوی کې ۲۲ فیصده خلکو پوروشېنکو ته د رایې ورکولو ویلي ول.

زېلېنسکي چې تر ډېره یې خپل انتخاباتي کیمپېن د ټولنیزو رسنیو له لارې پر مخ بیولی، د پالیسیو په اړه یې له پراخونو بحثونو ډډه کړې.

خو په اوکراين کې موجود اقتصادي بحران، اداري فساد او د اوکراين په ختيځ کې پېنځه کلنې جګړې د زېلېنسکي له کیمپېن سره مرسته کړې ده.

نوموړی تېره جمعه له ولسمشر پوروشېنکو سره په کييف کې په يوه مناظره کې وويل، دى يو سياستوال نه، بلکې يو عادي وګړى دى چې د سېستم د ماتولو لپاره یې میدان ته دانګلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG