د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې درې بریدونه، یو سرتېری وژل شوی


بنو - په شمالي وزیرستان کې په بېلا بېلو بریدونو کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او درې ژوبل دي.

چارواکي وايي، په بریدونو کې دوه ولسي وګړي هم ژوبل دي.

انتظامي او امنیتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې لومړی برید له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په شوال کې شوی.

د دوی په خبره، وسله والو د امنیتي سرتېرو پر پوستې حمله وکړه چې پکې یو سپاهي نوید ووژل شو او بل ژوبل شو.

پر همدې ورځ په دته خېلو کې د امنیتي سرتېرو ګاډی پر ځمکلاندې بم برابر شو چې پکې دوه سرتېري ژوبل شول.

چارواکي وايي، شپې مهال په بویه تحصیل کې وسله والو پر یوه کور برید وکړ چې پکې دوه کسان ژوبل شول.

د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې له تېر کال راهیسې هدفي حملې زیاتې شوې دي.

له ۲۰۱۸ز کال راهیسې هلته په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي.

چارواکي وايي، د ناامنیو مخنیوي هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG