د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا کې پر کلیساګانو او هوټلونو بریدونه؛ ګڼ کسان وژل شوي


تر بریدونو وروسته له کلیساګانو سره امنیتي تدابیر نیول شوي
تر بریدونو وروسته له کلیساګانو سره امنیتي تدابیر نیول شوي

پراګ - په سري لنکا کې په یو شمېر چاودنو کې لږ تر لږه ۲۰۷ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ زیات ژوبل دي.

پر کلیساګانو او هوټلونو دا بریدونه د سرښار کولمبو په ګډون په یو شمېر سیمو کې شوي.

چارواکي وايي، په هېواد کې لږ تر لږه شپږ چاودنې شوې دي.

دا حملې د اپرېل پر ۲۱مه، پر داسې مهال شوې دي چې خلکو د عیسویانو د اختر ایسټر په مناسبت عبادت کاوه.

چارواکي وايي، یوه کلیسا له کولمبو سره نېږدې په نېګومبو سیمه کې او بله له پلازمېنې څخه شاوخوا ۲۵۰ کیلومیټره لرې په بتي کالا سیمه کې ده.

د نېګومبو کلیسا پر خپله فېسبوک پاڼه انځورونه خپاره کړي چې پکې د ودانۍ دننه په وینو لړلی فرش، دېوالونه او ویجاړې برخې ښودل شوې دي.

کلیسا له خلکو څخه مرسته غوښتې.

پولیس چارواکي وايي، درې نورې چاودنې په مشهورو او ګران بیه پېنځه ستوریز هوټلونو کې شوې دي.

یوه حکومتي وزیر هرش ډي سېلوا پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې په چاودنو کې د بهرنیانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي.

ولسمشر مایترېپالا سېريسینا له ولسه د ارام اوسېدو او له چارواکو سره په پلټنو کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

پولیسو تر پېښو وروسته په کولمبو او هوايي ډګرونو کې امنیتي اقدامات کړي دي.

د دې حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د حملو غندنه کړې ده.

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې هېواد یې له سري لنکا سره د غم په دې ګړۍ کې ولاړ دی.

افغان ولسمشر اشرف غني، هند او برتانیې هم د چاودنو غندنه کړې.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پېښو خپګان ښودلی.

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې دا چاودنې د ترهګرو حملو په نوم یادې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې له سري لنکا سره مرستې ته تیار دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG