د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له روسانو سره په سازش مل نه وو: راپور


د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ.

د امریکا ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر په ۲۰۱۶م کال کې په امریکايي ولسمشریزو ټاکنو کې د روس د لاسوهنې تورونو په اړه رپوټ کانګرس ته وړاندې کړی.

د اپرېل پر ۱۸مه په خپاره شوي تفصیلي اېډېټ شوي رپوټ کې د روس د لاسوهنې پخلی شوی دی خو ویل شوي چې ولسمشر ټرمپ او د هغه د کمپاین ډلې ورسره لاس نه وو یو کړی.

په رپوټ کې ویل شوي چې ځینې داسې قانوني نقطې شته چې ټرمپ او د هغه ملګرو ته په ممکنه توګه د مواخذه کولو په ګډون یوشمېر قانوني مسلې جوړولای شي.

ټرمپ په مجموعي توګه پر دې رپوټ اطمینان ښودلی او ویلي یې دي چې دې یې هغه بیان سم ثابت کړی چې ده او ملګرو یې له روسي چارواکو سره په هېڅ دسیسه کې لاس نه دی وړی او نه یې هم د رابرټ مولر د پلټنو مخنیوی کړی.

ولسمشر ټرمپ ویلي، هر څه باید په بشپړه توګه څرګند شي چې بیا له بل ولسمشر سره داسې کار ونه شي.

له ډیموکرېټک ګوند سره تړاو لرونکو د کانګرس د شپږو بېلا بېلو کمېټیو مشرانو ویلي، کانګرس باید د ولسمشر لخوا د پلټنو د مخنیوي لپاره د هغه د نامناسبه او غیر اخلاقي چلند ارزونه وکړي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG