د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو د څلورم ځل لپاره د اسراییل وزیر اعظم شو


د اسراییل وزیر اعظم بینیامین نیتنیاهو.
د اسراییل وزیر اعظم بینیامین نیتنیاهو.

د اسراييلو ولسمشر د اپرېل پر۱۷مه بنيامين نتنياهو په رسمي توګه په مسلسل ډول د څلورم ځل لپاره د وزير اعظم په حېث ونوماوه.

نتنیاهو په ټوله کې د پنځم ځل لپاره وزير اعظم انتخابېږي.

د نتنیاهو لیکود ګوند او د هغه ښې اړخي متحدينو تېره اونۍ په پارلېماني انتخاباتو کې اکثریت چوکۍ وګټلې.

د اسراییل ولسمشر ريوون ریولین نتنیاهو ته دنده ورکړه چې په راتلونکو ۴۲ ورځو کې اتحادي حکومت جوړ کړي.

که نتنیاهو په دې موده کې ایتلافي حکومت جوړ نه شي کړلی، د نوموړي انتخاباتي سیال د بلو اينډ وايټ ګوند مشر بيني ګانټز ته به د حکومت جوړولو موقع ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG