د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امريکايي طالب" جان واکر خوشې کېږي


جان واکر
جان واکر

د امريکايي طالب په نامه مشهوره، د امريکا يو وګړی، جان واکر لیند چې په ۲۰۰۲ کاال يې د طالبانو لپاره د جنګېدو اقرار کړی وو، په زندان کې د ۱۷ کلونو تر تېرولو وروسته خوشي کېږي.

هغه په امريکايي طالب مشهوره دی او تمه ده چې د مې په ۲۳ مه پرېښودل شي.

تېره اونۍ په ویرجينيا کې يو عدالت ته وړاندې شوو اسنادو تر مخه نوموړی په دې راضي شوی چې تر خوشي کېدو وروسته به درې کلونه په منل شوو شرايطو تېروي.

د دې محدوديتونو تر مخه هغه نه شي کولی چې د ضمانت ورکوونکي افسر له اجازې بغېر انټرنيټ وکاروي. همداراز به نوموړي د ترهګرۍ او سختدريځۍ اړونده ويډيوګانې نه شې کتلی او د هغه د ضمانت ازمېښتې دورې افسر ته به د څارنې اجازه ورکوي.

جان واکر په يوه کېتوليکه عيسايي کورنۍ کې زيږيدلی چې په ۱۹۹۸ کال کې د عربي د زده کړې لپاره يمن ته تللی وو.په ۲۰۰۱ کال کې په امريکا کې د القاعده د ترهګرو بريدونو څخه څلور مياشتې مخکې نوموړی افغانستان ته ورغلی وو. دی په همدغه کال پر افغانستان د امريکا تر يرغل دوه مياشتې وورسته، په دسمبر کې شمالي ټلوالې ونيو او امريکايي ځواکونو ته یې وسپاره .

په ۲۰۰۲ کال کې جان واکر ته تر هغې وروسته ۲۰ کاله قېد سزا واورول شوه چې نوموړي طالبانو ته د خدمت کولو او د هغو چاوديدونکو مواد د لېږد اقرار وکړ چې دی یې زخمی کړ.

د هغه د قېد موده په زندان کې د ښه سلوک له وجې راکمه کړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG