د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: اورماړه کې له بسونو ښکته کړي ۱۴مسافر قتل


پېښه د ګوادر سره نيزدي شوې ده
پېښه د ګوادر سره نيزدي شوې ده

د بلوچستان په مکران سيمه کې پر کوسټل های وې ناڅرګندو وسله والو ۱۴ کسان د سورليو له بسه راښکته کړي او وژلي دي.

د لېويز يوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال راډيو ته وويل د اپرېل په ۱۷مه، دا پېښه د شپې ناوخته، د کراچۍ او ګوادر ترمنځ پر غځېدلي لوی سړک شوې ده.

د دغه چارواکي په خبره وسله والو لومړی د خلکو شناختي کارډونه کتلي ول. د وژل شویو کسانو مړي د اورماړې سيمې يوه روغتون ته د پېژندګلو لپاره وړل شوي دي.

د بلوچستان اطلاعاتو وزیر او حکومتي ویاند ظهور بلېدي مشال راډیو ته وویل، له لومړنيو شواهدو داسې برېښي چې وژل شوي کسان د پنجاب صوبې وګړي دي او د مزدورۍ لپاره ګوادر ته روان ول.

له اورماړې څخه راغلي راپورونه وايي، چې په پېښه وژل شوي ۱۲ تنه ولسي وګړي او دوه حکومتي عسکر شامل دي

رويټرز خبري اژانس د ځايي رسنيوو د راپورونو په حواله ويلي چې له کراچۍ څخه ګوادر ته روان يو بس د زيارت/پنچشنبې له ورځې لادرکه وو.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي. په بلوچستان کې په دا وروستيوو کې د بې امنۍ پېښې زياتې شوې دي. د اپرېل په دولسمه د کوټې هزارګنجۍ په سیمه منډۍ کې پر هزاره شیيعه ګانو په يوه بمي حمله کې شل کسان وژل شوي وو.

د مطبوعاتو تر مخه د دې حملو ذمه واري د تحريک طالبان پاکستان قاري حسېن ډلې او داعش په جلا جلا خبرپاڼو کې اخیستې وه.

تر دغې پېښې وروسته شیيعه هزاره وو څلور ورځې احتجاج وکړ. دوی دا مظاهره تر هغه وروسته ختمه کړه چې د کورنيوو چارو وزير مملکت شهریار اپرېدي او وزیر اعلی جام کمال خان ورته د امنيت ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG