د لاسرسي ځای

تازه خبر

عرب اماراتو په یمن کې د امریکا ښکېلتیا وستايله


د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير انور قرقاش
د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير انور قرقاش

متحده عرب اماراتو د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پرېکړه وستايه چې د کانګرس يو پرېکړه‌ ليک يې ويټو کړى دى.

د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير انور قرقاش د اپرېل پر ۱۷مه سهار په ټويټر کې ليکلي: "د ولسمشر ټرمپ لخوا په يمن کې د عرب ایتلاف د ملاتړ څرګندول يوه مثبته اشاره ده."

​د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کانګرس هغه پرېکړه‌ ليک ويټو کړ چې په يمن کې د سعودي عرب په مشرۍ جګړه کې د امريکا ښکېلتيا د پاى ته رسېدو غوښتنه پکې شوې وه.

سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ د اپرېل پر۱۶مه دغه پرېکړه‌ ليک ويټو کړى دى.

دغه پرېکړه‌ ليک د کانګرس استازو جرګې ته په اپرېل او مشرانو جرګې ته په مارچ مياشت کې سپارل شوى و چې دواړو تصويب کړى و.

د کانګرس غړي د ولسمشر ټرمپ لخوا د پرېکړه‌ ليک ويټو په هغه صورت کې ردولاى شي چې په درېيو کې دوه برخې استازي يې ملاتړ وکړي.

ولسمشر ټرمپ د اپرېل پر ۱۶مه په يوه اعلاميه کې ويلي و چې دا پرېکړه‌ ليک غير ضروري دى او يوه خطرناکه هڅه ده چې د ده قانوني صلاحيتونه کمزوري کوي.

ښاغلي ټرمپ په يمن کې د امريکا دخالت مهم بللى او ويلي يې دي، دا د هغو څه باندې ٨٠ زره امريکايانو د خونديتوب لپاره مهم دى چې د ایتلاف په ځينو مشخصو غړو هېوادونو کې دېره دي.

​د پرېکړه‌ ليک ملاتړي وايي، په يمن کې د امريکا دخالت له هغو قانوني اصولو چې مرجع‌ يې کانګرس ده، نه ولسمشر سرغړونه کوي.

دوى وايي، کانګرس بايد دا پرېکړه وکړي چې امريکا کله په جګړه کې ځان ښکېل کړي.

بلخوا ډموکراټان استدلال کوي چې د کانګرس له اجازې پرته د يمن په شخړه کې د امريکا ښکېلتیا، غير قانوني ده.

د يمن هغه حکومت چې سعودي عربستان او د هغه پوځي متحدان‌ يې ملاتړ کوي، له ٢٠١٥ز کال راهيسې د هغو حوثي ياغيانو پر ضد جنګېږي چې د ايران ملاتړ ورسره دى.

په‌ دې جګړه کې شاوخوا ١٠ زره کسان وژل شوي او ١٤ میليونه نور د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG