د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي او نېږدې ۹۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي


د کابل سیند ,16 April 2019
د کابل سیند ,16 April 2019

کابل - د افغانستان طبیعي پېښو سمبالولو وزارت ویاند محمد قاسم حیدري د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې بارانونو او سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي دي.

هغه وویل،۶۱ کسان ژوبل او ۳۸ نور ورک دي. همدا راز نهه زره کورنو ته زیان اوښتی دی چې پکې تر څلور نیمو زرو زیات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ولسمشر اشرف غني بېګا اړونده چارواکو ته امر کړی چې له سېلاب ځپلو سره مرستې پېل کړي.

وروستیو ورښتونو د کابل سیند ته څېرمه هستوګن د ویرې، کړاونو او ستونزو وضعیت ته مخامخ کړي دي.

کابل سیند ته څېرمه د زمان خان کلا سیمې ډېری کوڅې او کورونه‌ اوبو پر سر اخیستي دي او اوسېدونکي يې په لږو امکاناتو له خپلو کورونو اوبه باسي.

ځايي هستوګن وايي، درې څلور شپې کېږي چې له دې وېرې نه‌ ویدېږي چې کورونه‌ یې ورباندې ړنګ نه‌ شي او دوی ته پکې مرګ ژوبله وانه‌وړي.

د زمان خان کلا یو هستوګن ببرک چې له ارګه درې کیلومیټره لیرې اوسېږي هېڅوک یې پوښتنه نه کوي​.

ارشیف، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یوه سېلاب ځپلې کورنۍ August 7, 2013.
ارشیف، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یوه سېلاب ځپلې کورنۍ August 7, 2013.

د مشال راډیو خبریال وايي، په‌ دغه سیمه کې یې یوه ښځه ولیده چې ماشومان ورسره دي او غواړي ډاکتر ته ولاړه شي، خو د کوڅو له ډنډه نه‌ شي اوښتلی او له ناکامه خپل کور ته ستنه شوه.

دې ازادي راډیو ته وویل: ​"له سړکه نه‌شم تېرېدلی، سېلاب راغلی، وضعیت خراب دی، ټوله شپه خوب نه‌ لرو، ډېر کورونه له‌منځه تللي، ځینې کورونه تر اوبو لاندې دي. په زمان خان کلا کې ستونزه ډېره ده."

د مشال راډیو خبریال وايي، دې سیمه کې یې داسې کورنۍ هم ولیدې چې له وېرې یې کډې بارولې.

د سیمې اوسېدونکیو وویل، که کابل ښاروالۍ مرسته نه‌ کوي، نو خاورې، شګې او پلاستیکي بوجې دې ورکړي چې دوی پرې په‌ خپله د اوبو مخه ډب کړي.

خو د کابل ښاروالۍ وايي، د شته ستونزو کمولو ته‌یې یوه کاري کمېټه جوړه کړې چې مؤظفین‌یې شپه ورځ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره مرستې کوي.

د دغې ادارې ویاند جلیل سلطاني وویل:

"په کابل ښاروالۍ کې د اضطرار کمېټه جوړه شوې، د کابل سیند ته څېرمه زیانمنېدونکې ټولې سیمې معلومې شوي. په تېرو درې څلور ورځو کې مو څه باندې ۳۰۰ بوجۍ د سیند د دېوالونو سوریو ته ایښي چې اوبه ترې کورونو او کوڅو ته ولاړې نه‌شي او کورونه و نه‌ نړوي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا ورځو کې د کابل په ګډون په ۲۲ ولایتونو کې د زورورو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی دی.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده‌ګۍ ادارې له خلکو هیله کړې چې روان وضعیت ته په کتو له احتیاطه کار واخلي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، روانو بارانونو یوازې په کابل کې ۲۲ کورونه ویجاړ کړي دي او یو تن یې وژلی دی.

کابل ښاریان وايي، د بارانونو او سېلابونو ستونزه نوې نه‌ ده، بلکې هر کال په‌ دغه موسم کې خلک او کورنۍ له ستونزه سره مخامخېږي، خو حکومت‌ يې پروړاندې تدابیر نه‌لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG