د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې پر یوه کور په چاپه کې پنځه وسله وال وژل شوي


هغه کوڅه چې وسلوال پکې په یوه کور کې پټ ول. ۱۶م اپرېل ۲۰۱۹
هغه کوڅه چې وسلوال پکې په یوه کور کې پټ ول. ۱۶م اپرېل ۲۰۱۹

د پېښور په حيات اباد کې د مشکوکو وسلوالو پرضد کاروايي نن سېشنبه لږ شېبه مخکې سرته رسېدلې ده چې پکې د چارواکیو په وینا څلور وسلوال او يو پوليس واله وژل شوي دي.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې تحریک طالبان پاکستان ویلي چې وژل شوي کسان د دوی د تحریک غړي ول او زیاتوي چې د دوی شپږ تنه وژل شوي دي.

د پېښور پوليسو يو چارواکي سي سي پي او قاضي جميل الرحمان لږه شېبه مخکې په پېښور کې خبريالانو ته وويل: ''د استخباراتي ادارې مالوماتو پر اساس عمليات ترسره شول چې پکې پوځ او پوليسو برخه واخیسته. په دې عملياتو کې زموږ يو پوليس چارواکی قمر عالم وژل شوی. زموږ دوه نور چارواکي ژوبل شوي دي او څلور ترهګر وژل شوي دي.))

تر دې مخکې چارواکو د وژل شوو بريدګرو شمېره پينځه ښودلې وه او دوی دا هم ويلي وو چې په پېښه کې دوه ولسي وګړي ژوبل شوي.

په سيمه کې موجود د مشال رېډيو خبريال د چارواکیو له خولې وايي چې په پېښه کې يوه ښځه او ماشومه هم ژوبل شوي دي.

پېښور کې پر یوه کور په چاپه کې څلور مشکوکه 'وسله وال' وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

XS
SM
MD
LG