د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېم اېف یوه ډله پاکستان ته ځي


د پیسو د نړیوال صندوق یا (ای اې اېف) نښان
د پیسو د نړیوال صندوق یا (ای اې اېف) نښان

نړیوال مالیاتي ادارې یا (ای اېم اېف) د اپرېل پر ۱۵مه اعلان کړی چې یوه ډله به یې د روانې میاشتې په پای کې د پاکستان سفر کوي چې دا شان له هغه هېواد سره د قرضو په پروګرام خبرې وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان له اقتصادي بحرانه د راوتو هڅې کوي.

ای اېم اېف په یو بیان کې ویلي، د چارواکو پر غوښتنه د دوی یوه ډله خبرو ته د دوام ورکولو لپاره د اپرېل په پای کې پاکستان ته ورځي.

بلخوا د پاکستان سرکاري راډیو د اپرېل پر۱۶مه په خپله ویبپاڼه لیکلي چې د خزاني وفاقي وزیر اسد عمر د قامي اسمبلۍ اقتصادي کمیټۍ ته ویلي چې په وروستیو کې واشنګټن ته د هغه د سفر پر مهال له ای اېم اېف چارواکو ورسره د قرضو اخیستو د پروګرام پر اصولو سلا شوې دي.

ای اېم اېف غواړي چې د پاکستان او چین ترمنځ د انتظامي ډهانچي د پرمختیا لپاره د ملاتړ، اټومي پاور پلانټ، جنګي الوتکو او سمندري بیړیو په ګډون اقتصادي همکاري دې ورته په بشپړه توګه په ډاګه کړل شي.

ای اېم اېف دا هم غواړي چې پاکستان ورته په تېر یو نیم یا دوو کلونو کې له چینه څه د پاسه شپږ نیم اربو ډالرو قرضو ترلاسه کولو په اړه هم تفصیلات ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG