د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ټرمپ سره دریمې سرمشریزې ته تیار یم: کېم جونګ اون


(ښی) د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د شمالي کوریا مشر کیم جوونګ اون وايي، دی په مشروطه توګه له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره دریمې سرمشریزې ته تیار دی.

دا خبر د شمالي کوریا سرکاري رسنیو د اپرېل پر۱۳مه خپور کړی دی.

د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس د کیم جونګ اون له خولې لیکلي، دوی به د کال تر پایه په صبر انتظار وکړي چې د ده په وینا امریکا له یو حوصله ناکې پرېکړې سره را وړاندې شي.

اژانس لیکلي چې نوموړي د دویمې سرمشریزې د ناکامۍ پړه د امریکا له خوا د یو اړخیزو غوښتنو کېده بللي دي.

د کیم جونګ اون په وینا، هغه په دې اړه پوښتنې راپورته کړې وې چې ایا امریکا رښتیا هم د اړیکو ښه کول غواړي او که نه؟

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ دویمه سرمشریزه د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ کې شوې وه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG