د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې دوه خبریالان لا هم ورک دي


کراچۍ کې په تېرو کلونو کې په فرقه ییز، ژبني او نسلي تاوتریخوالی کې ګڼ کسان وژل شوي
کراچۍ کې په تېرو کلونو کې په فرقه ییز، ژبني او نسلي تاوتریخوالی کې ګڼ کسان وژل شوي

د بې پولې خبریالانو سازمان د اپریل په ۱۱مه په یوه بیان کې ویلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې د مطلوب حسین علوي او سید علي مبشر نقوي په نومونو دوه خبریالان تری تم کړل شوي دي.

د خبریال مطلوب حسین علوي کورنۍ وايي، د مارچ پر۳۰مه په درېوو ګاډو کې د پولیس په ملتیا ځینې خلک راغلل، مخونه يي پټ ول او علوي يې له خپله کوره بوتلو. د هغه ورور منهاج وايي چې پر سوشل میډیا د علوي څرګندونو کیدای شي ځینې خلک ناراضه کړي وي.

دغه شاند یوه شخصي ټیلي ویژن خبریال سید علي مبشر نقوي د اپریل په وړومبۍ نیټه د خپل دفتر د خوا نه لادرکه کړل شوی دی.

د ار ایس ایف په وینا د فکرمندۍ خبره دا ده چې دا دواړه خبریالان د شییعه مسلک منونکي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د اسیا پېسیپیک سیمې مشر دانیال باستارد په پاکستانيو چارواکیو غږ کړی دی چې د ورک کړل شویو خبریالانو درک ولګوي او خوشې يې کړي. نوموړي زیاته کړه داسې ښکاري چې د دوی د لادرکه کېدو شا ته د پاکستان امنیتي ځواکونه دي.

سازمان زیاتوي چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د سعودي عرب په مالي مرستو تکیه کوي او د ریاض د خوشالولو لپاره يي په پاکستان کې د هغه ۶ خبریالانو پر ضد د پلټنو حکم ورکړی وو چا چې په خپلو سوشل میډیا پاڼو د سعودي عرب د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي عکس لګولی وو.

دغه شان په کال دوه زره اووه لسم کې امنیتي ادارو هغه ۵ خبریالان وتختول چې په هیواد کې يي په مذهبي سخت دریزۍ نیوکې کولی. نیول شوي خبریالان څو اوونۍ وزورول شو او بیا خوشي کړل شو. په دوي کې یو خبریال احمد وقاص ګورایا هم وو ، چې اوس يي په نیدرلینډ کې پناه اخستي ده. ګورایا وايي استخباراتي ادارو دې لپاره تختولي وو ، چې په ریاستي پالیسیو د نیوکو نه يي وګرځوي.

پاکستان د بیان ازادۍ په اړه د نړۍ د ۱۸۰ هیوادونو په فهرست کې ۱۳۹ م ځاي دی.

XS
SM
MD
LG