په اسرایلو کې د سېشنبې ټاکنو پایلې ښيي چې د وزیر اعظم بینیامین نتنیاهو په مشرۍ لیکود ګوند بریالی شوی دی او دی به د پنځم ځل لپاره خپله څوکۍ ګټي او یو ښي اړخی ایتلافي حکومت به جوړ کړي.
د اسرایلو د پارلمان وېبسایټ شمېرو له مخې په سلو کې د ۹۶ رایو له شمېر وروسته نتایج ښيي چې لیکود او نورو ښي لاسو ګوندونو د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۶۵-۶۷ ګټلې دي.
داسې ښکاري چې لیکود به تر ټولو نورو ګوندونو زیاتې رايې خپلې کړي سره لهدې چې د بني ګانټس په مشرۍ د سپین او شین ګوند سره یې سخته سیالي وه.
تمه ده چې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو لیکود ګوند به ۳۸ او سپین او شین ګوند به ۳۵ کرسۍ ترلاسه کړي.
بلخوا څو ملتپالو کوچنیو ګوندونو چې ژمنهیې کړې وه چې د نتانیاهو ملاتړ به کوي دوی هم کافي کرسۍ ترلاسه کړي چې پهدې سره د نتانیاهو په مشرۍ د اتلافي حکومت جوړېدل یقیني شوي دي.
نتنیاهو نن خپله بریا اعلان کړه او پلویانو تهيې وویل چې موږ تقریباً له تصوره اوچت بری لرو.
هغه ژمنه وکړه چې یو ملتپال ښي اړخی حکومت به جوړ کړي.
ښاغلي نتانیاهو زیاته کړه:
"سخت ویاړم چې د اسرایلو ولس یو ځل بیا او د پنځم ځل لپاره په ما اعتماد وکړ او ډېر لوی اعتماد. زه تاسو ته وایم چې ولس یو ځل بیا موږ او ماته داسې اعتماد راکړ چې ساری نهلري. ایا کله هم موږ دومره زیات شمېر کرسۍ ګټلې وې؟ زما نهیادېږي."
د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس یو مرستیال ویلي دي چې د بنیامین نتنیاهو بري فلسطینیان اندېښمن کړي ځکه دی چې کېدای شي په لوېدیځه تړانګه کې اشغالي ځمکې د اسرایلو له خاورې سره یوځای کړي.
احمد مجدلاني وایي چې فلسطینیان به د نتانیاهو د دغو پلانونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.
ښاغلی مجدلاني وایي، د انتخاباتو نتایج د اسرایلو په سیاست کې د ښي اړخو افراطیانو د ملاتړ پیاوړتیا ښیي.
اسرایل، اته میلیونه او اووه لکه نفوس لري، د سېشنبې پارلماني انتخاباتو کې د رای ورکوونکو ګډون په سلو کې شااوخوا ۳۶ ښودل شوی دی.
په پارلمان کې د بریا لپاره یو ګوند ۶۱ استازیو ته اړتیا لري.