د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله والو ډلو ضد کارروايي د سيمي په ګټه ده: عمران خان


د پاکستان وزيراعظم عمران خان
د پاکستان وزيراعظم عمران خان

کارپوهان وايي، چې پاکستان بهرني فشار لاندي دي ځکه داسي قسمه کاررواي خبري کوي خو د دغو ډلو مخنيوي به لوی چيلنج وي.

پراګ: وزيراعظم عمران خان، د اپريل پر نهمه، په اسلام اباد کې د بهرنيو خبريالانو يوې ډلې سره په ملاقات کې ويلي دي چې حکومت يې په سيمه کې استحکام لپاره د وسلوالو ډلو پرضد کارروايي کوي.

عمران خان وويل چې دا اقدام يې له ګاونډې هېواد هند سره د تاوتريخوالي او په هېواد کې دننه په اقتصادي چيلنجونو قابو موندلو لپاره اخستي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکې چې پاکستان مالي بحران سره مخامخ دي او د فنانشنل ايکشن ټاسک فورس ياني وسلوالو ډلو سره د مالي مرستو او په غير قانوني توګه د پيسو لېږلو څار نړيوالې ادارې بنديزونو خطر سره هم مخامخ دی.

خو وزيراعظم وايي چې د وسلوالو ډلو پرضد دا ګام يې د خپل هېواد په ګټه پورته کړي دي. په پيښور کې د سيمي ايزو چارو پوه رحيم الله يوسفزي وايي، که چري پاکستان په رښتيا د وسلوالو ډلو پرضد کارروايي کول غواړي نو دا ممکنه ده خو مدرسي د حکومت تر کنټرول لاندي کولو خبره ناممکنه ښکاري.

کارپوه رحيم الله يوسفزيي زياته کړه چې پاکستان دا ګامونه د نړيوال فشار لاندي اخستي دي.

''که خارجي فشار نه وي، د جنګ خطر نه وی، د پاکستان معیشت ته خطر نه وی، نو ممکنه وه چې دا کار په اوسني حالاتو کې نه وی شوی. دوی اوس له مجبورۍ دا کار کوي. دوی پوهېږي چې د پاکستان لپاره مشکلات زياتېږي. په نړۍ کې هر يو هېواد دا ښودل غواړي چې په خپلو فيصلو کې ازاد دی. خو په اوسنۍ نړي کې فيصلې په هغه وخت کې کېږي چې کله خارجي فشار وي.''

رويټرز اژانس ليکې چې پاکستان په نړۍ کې دا تاثر ختمولو کوشش کوي چې امنيتي ادارې وسلوالې ډلې په ګاونډيو هېوادونو کې خپلو مقصدونو لپاره کاروي. خو اسلام اباد تل دا تورونه رد کړي دي.

په کراچۍ کې د ايکسپريس ټرایبون ورځپاڼې مدير نويد حسين وايي، د پاکستان حکومت ته د دې خبري احساس شوی دي چې دغه وسلوالې ډلې د خپل ملک وجود لپاره خطر جوړ شوي دي.

''زما په خيال د پاکستان حکومت په دي اقدام کې جدي ښکاري.''

د دې مخکې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد قامي کړنلاره ياني نېشنل ايکشن پلان جوړ کړي وو چې په کې د وسلوالو ډلو پرضد کارروايي شاملي وي. د دې تر څنګ حکومت د وسلوالو ډلو په قامي دائرې کې د شاملولو خبره هم کړي وه. په اسلام اباد کې د ترهګرۍ چارو څيړنکار شهريار خان وايي، پاکستان پخوا هم داسي کوششونه کړي وو خو په اوسني اقدام کې څومره سنجيده دي دا به په راتلونکې کې معلومېږي.

''د وسلوالو ډلو خلاف کارروايي کې ډيري پوښتني راپورته کېږي. په دي کې به مقدمې درج کېږي او که نه. که چري مقدمې کېږي نو ايا دا به په عدالتونو کې چليږي او که پوځي عدالتونو ته به وړل کېږي. د دي ترڅنګ په مطبوعاتو کې د وسلوالو قامي بهير کې د راوستو خبره کوي، نو د دي طريقه کار به څه وي. په دي کې ډير ابهام موجود دي.''

خو د پاکستان حکومت د روان کال ۲۰۱۹ز کال په مارچ مياشت کې ويلي وو چې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې عملي کولو په ترڅ کې يې د ناقانونه ډلو ۱۲۱ مشکوک کسان نيولي دي او تر بنديز لاندې ډلو خلاف بې توپيره کارروايي کوي.

XS
SM
MD
LG