د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۸ ز کال د مرګ سزاګانو کې کمی راغلی دی 


د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۱۷ ز کال په پرتله په ۲۰۱۸ ز کال په عدالتي پانسیانو کې په درېو کې یو کمی راغلی دی.

ادارې د مرګ سزاګانو او پانسیانو په خپل کلني راپور کې دا په نېږدې یوه لسیزه کې تر ټولو ټیټه کچه بللې ده.

امنسټي لیکي پاکستان سرکار په ۲۰۱۸ ز کال ۱۴ کسان غرغره کړي دي او په دوی کې یو تن د ترهګرۍ ضد عداالت سزا کړی وو.

له دې څخه په ۲۰۱۷ ز کال کې د ۲۰۱۷ ز کال په پرتله ۷۷ فيصده کمی راغلی دی او د ۲۰۱۶ ز کال په پرتله پکې ۸۶ فیصده کمی راغلی دی.

سازمان وايي، ”ایران لاهم هغه هېواد دی چې د مرګ سزاګانې زیاتې کاروي،“ سره له دې چې هلته د نشيي داروګانو په قانون کې بدلون د زندۍ کولو کچه ۵۰ فیصدو ته راټیټه کړې ده.

پاکستان ، عراق او صومالیه کې د مرګ په سزاګانو کې د مهمه کمي راتللو له وجې په نړیوالو شمیرو کې هم کمې راغلي دي.

په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله نړی کې د پهانسیانو شمیره لږ تر لږه ۹۹۳ وه چې په۲۰۱۸م کال کې دا لږ تر لږه ۶۹۰ ته ټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG