ایراني چارواکو د دې هېواد په جنوب لوېدیځ کې د نورو هغو ښارګوټو او کلیو د خالي کولو امر کړی چې د سېلابونو له ګواښ سره مخامخ دي.
د مارچ له نولسمې نېټې څخه د دې هېواد له ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۶ ولایتونو کې راوتلو سختو سېلاوونو سلګونه کلي او ښارونه ځپلي دي.
په دې سېلاوونو کې لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.
تېل موندوونکی ولایت خوزستان تر نورو زیات سېلاوونو ځپلی دی.
د دې ولایت والي غلام میرزا شریعتی د ایرنا دولتي خبري اژانس ته ویلي، شپږ ښارګوټي باید هر څومره ژر چې ممکن وي، خالي شي، ځکه چې حکومت غواړي سیمې ته له یوشمېر نږدې بندونو څخه اوبه خوشې کړي.
شریعتي ویلي، ژغورونکې ډلې د دې ښارګوټو اوسېدونکي نږدې سرپناوو ته لېږدوي.
په ایران کې په تېره یوه لسیزه کې دومره ویجاړونکي سېلاوونه نه وو راغلي.
په ځینو سیمو کې خلکو قهرجنې مظاهرې کړي او د سېلاوونو پروړاندې یې د حکومت د ژغورنې پر هڅو نیوکې کولې.