د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي هند ورباندې د یرغل پلان جوړ کړی


شاه محمود قریشي وویل کره معلومات لري چې هند یې پر هېواد برید کول غواړي

پراګ ـ پاکستان ادعا کوي، داسې کره مالومات يې ترلاس کړي چې ښايې هند د اپريل مياشتې دريمې اوونۍ په دوران کې پر پاکستان حمله وکړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شا محمود قريشي د اپريل پر اوومه نېټه په ملتان کې د خبرې غونډې پر مهال، د ترلاسه کړو مالوماتو د ادعا په ملاتړ کې، په دې نږدې ورځو کې د هندي وزيراعظم نريندرمودي په مشرۍ کې د شوې يوې غونډې حواله ورکړه.

نوموړي ادعا وکړه چې په دې غونډه کې د هند د مځکني، هوايي او سمندري ځواکونو مشرانو وويل چې پر پاکستان حملې ته تيار دي خو د دې لپاره سياسي اجازې ته اړتيا لري.

باوري جاسوسي مالومات لرو چې د هند لخوا پر پاکستان د يوه بل يرغل امکان دی.
شا محمود قریشي

د شا محمود قريشي په ادعا، نريندر مودي په ځواب کې ورته ویلي چې دوی اجازه لري.

قریشي ادعا وکړه، داسې کره جاسوسي مالومات يې ترلاسه کړي دې چې له مخې يې ښايې هند په روانه میاشت کې پر پاکستان يرغل وکړي.

" زه دا خبره په ذمه داری سره کوم. زه په يوه ذمه واره چوکۍ ناست يم او پوهېږم چې زما له خولې وتلې خبرې به په نړيوالو رسنيو کې خپرېږي. له موږ سره دا وخت ډېر باوري جاسوسي مالومات دي چې هند يوه نوې منصوبه جوړوي او پر پاکستان د يوه بل يرغل امکان دی. زموږ د اطلاعاتو مطابق دا کاروايي د اپريل ۱۶ مې او د اپريل ۲۰ مې په منځ کېدای شي، وشي."

شاه محمود قريشي امکان څرګند کړ چې هند ښايي په خپل واک لاندې کشمير کې د پلوامه په شان يوه بله پېښه رامنځ کړي چې هدف به يې پر پاکستان سفارتي فشار زياتول او خپله پوځي کاروايي جايزه ګرځول دي.

د پاکستان خارجه وزیر زياته کړه، هغه تردې وړاندې هم په ملتان کې دې طرف ته اشاره کړې وه چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په بشپړه توګه ختم شوی نه دی.

د نوموړي په وينا، د تازه جاسوسي مالوماتو ترلاسه کولو وروسته، پاکستان په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د امنيت شوری د پنځو واړو غړو هېوادونو سفيران له خپلو اندېښنو او مالوماتو خبرکړي دي.

"د دغو تصديق شويو مالوماتو پر بنياد د خارجه چارو دفتر په سمدستي توګه دا فيصله وکړه چې موږ به په اسلام اباد کې پي پنځه ياني د ملګرو ملتونو امنيت شوری د پنځو مستقله غړو هېوادونو سفيرانو ته بلنه ورکړو او د اپریل په پنځمه د خارجه چارو سېکرېټرې د امنيت شوری د پنځو مستقلو غړو هېوادونو سفيرانو ته دفتر خارجه ته د ورتلو بلنه ورکړه او هغوی يې له خپلې اندېښنې او مالوماتو نه خبر کړل."

د نوموړي په وینا سفيرانو ته وويل شول چې د حملې مالومات يې ترلاسه کړي دي او غواړي چې نړيواله ټولنه د ده په وينا د دې غير ذمه وارې رويې نوټس واخلي او هند خبرداره کړي چې دا لاره دې نه خپلوي.

هند غواړي پاکستان ستړی او پر دې سوچ مجبوره کړي چې د جهاديانو ساتل ګټور کار دی او که تاوان لري؟
کارپوهه ډاکټره عایشه صدیقه

د فبرورۍ په اخره کې هند پر پاکستان هوايي بريد کړی وو چې وروسته پاکستان د هند الوتکه راغورځولې وه.

له دې وروسته د دواړو هېوادونو کړکېچ کم شوی وو خو د شا محمود قريشي تازه څرګندونو يو ځل بيا اندېښنې رامنځ ته کړې دي.

د دفاعي چارو پوهه ډاکټره عايشه صديقه وايی چې د شا محمود قریشي ورکړل شوي مالومات ظاهرا سم ښکاري.

"زما په فکر د هند د حملې د ارادې خبر سم برېښې ځکه چې د پلوامه تر بريد وروسته، د هند اراده دا ښکاري چې پاکستان ستړی کړي چې دا رنګه د دې هېواد د جګړې لګښت زيات شي او دا هېواد بيا پر دې سوچ شروع کړي چې د جهاديانو ساتل ګټور کار دی او که تاوان لري."

عايشه صديقه زياتوي چې که هند په رښتيا هم پر پاکستان د بريد اراده لري نو د شا محمود قریشي تر خبري غونډې وروسته ښايي هغه د حملې کولو نوعيت بدل کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG