د دې کار بندیز غوښتنه د بلوچستان د ډاکټرانو د بیلا بیلو ټولنو اتحاديې - ډاکټر ایکشن کمیټۍ – کړې وه.
د دې کاربندیز له کبله په روغتونونو کې د ناروغانو د علاج چارې او د عملیاتو څانګې هم بندې ساتل شوې وې چې له کبله یې ناروغان او د هغوي خپلوان له ستونزو سره مخامخ وو.
پر دې مهال د کوټې په بولان میډیکل کمپلیکس کې یو احتجاجي لاریون هم را اېستل شوی وو چې د خپلو غوښتنو لپاره یې شعارونه ورکول.
په لاریون کې د شریکو ډاکټرانو وینا وه چې په سرکاري روغتونونو کې د حکومت له خوا نه دوایاني شته او نه هم د ناروغانو لپارهنوري اسانتیاوې برابرې شوې دي.
دوي وویل چې له دې کبله هلته ګمارل شوي ډاکټران د ناروغانو په سمه توګه علاج نشي کولای.
د ځوان ډاکټرانو ټولنې یو غړي ډاکټر عصمت نور مشال راډیو ته وویل چې په روغتونونو کې د سهولتونو د نیشتوالي له کبله د ناروغانو خپلوان د هر څه پړه پر ډاکټرانو اچوي.
ډاکټر عصمت نور وویل چې دا د صحت د وزیر او د صحت د محکمې کار دی چې په روغتونونو کې مناسب سهولتونه ورکړي.
د یادې اتحادې یو بل غړې ډاکټر عبدالحسیب وايي له تیر یو کاله پر ډاکټرانو نه یوازې بریدونه شوي بلکې د هغوي د تښتولو پېښې هم رامنځ ته شوې دي.
د بلوچستان د روغتیا وزیر نصیب الله مري مشال راډیو ته وویل چې دې ډاکټرانو په ناقانونه توګه کار بندیز کړی دی.
د ده په وینا دا ځکه چې حکومت له وړاندې دوي ته تسلي ورکړې ده چې د اپرېل پر اتمه به د اسمبلۍ په غونډه کې به د ډاکټرانو د حفاظت لپاره د نوي قانون د مسودې منظوري ورکړي.