د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حکومتي اعلانونو وروسته قبايلي سيمو کې څومره پرمختګ شوی؟


عمران خان پر ټېليويژن وينا کوي (۲۰۱۹)
عمران خان پر ټېليويژن وينا کوي (۲۰۱۹)

پراګ - د پاکستان وزيراعظم په خېبر ضلعې کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې په قبايلي سيمو کې به پرمختګ راولي او پر دغو سيمو به د لسو کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ خرڅوي. عمران خان دا اعلان د اپرېل پر پنځمه په جمرود کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې وکړ. نوموړی له دې وړاندې باجوړ او مومند ته هم تللی و او هلته يې هم د پرمختګ د يو شمېر منصوبو اعلانونه کړي ول.

د پاکستان وزيراعظم په وار وار اعلانونه کړي چې د خېبر پښتونخوا د قبايلي سیمو د پرمختګ پلان يې جوړ کړی او د لګښت لپاره به له مرکزه مالي پانګه ورکوي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه په ګورنر هاوس پېښور کې د قبايلي ضلعو په اړه يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي و چې د دې مياشتې تر پايه به د غربت ختمولو د پروګرام پېل هم له قبايلي ضلعو کوي. خو د قبايلي سيمو ځېنې منتخب استازي او ولس وايي چې حکومت له دوی سره ژمنې او اعلانونه وکړي خو په عملي توګه په قبايلي سيمو کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

له اورکزو ضلعې څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب استازی منير خان اورکزی وايي چې پر قبايلو هغه زوړ حال لا هم درېدلی دی.

((د قبايلو په يوې اېجنسۍ کې د يوې ټکې کار نه دی شوی. چې کوم د معمول کارونه وو، هغه هم د پيسو له نېستۍ په ټپه ولاړ دي.))

د نوموړي په وينا حکومت د اېن اېف سي [قامي مالياتي کميسيون] اېوارډ خبره کوي خو صوبې يې لا تر دې دمه خپلې ونډې ورکولو ته زړه نه دی ښه کړی.د اورکزي په وينا له حکومت سره پيسې نشته او که چېرې له ای اېم اېف [نړيوال مالياتي صندوق] نه قرضې واخلي نو بيا کېدای شي ځېنې کارونه پېل کړي.

د نوموړي په وينا حکومت په وار وار د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره د اربونو روپيو ورکولو ژمنې کوي خو پر ميدان هيڅ نشته.

بلخوا له خېبر څخه قامي اسمبلۍ ته منتخب د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف غړی اقبال خان اپريدی وايي چې حکومت يې په قبايلي ضلعو کې مثبت بدلون ته ژمن دی. د نوموړي په وينا وزيراعظم د ټول پاکستان چيف اېګزېکټيو دی او د هغه له خولې څخه وتلې هره خبره د قانون حيثيت جوړېږي. اپريدی زياتوي وزيراعظم چې په باجوړ، مومند او خېبر کې کوم اعلانونه وکړل نو هغه به سر ته رسوي.

(( وزيراعظم د ولس د پرمختګ او هوساينې لپاره راځي چې خلکو ته ګټه ورسوي او د هغوی ستونزې او مشکلات حل کړي.))

د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م ترميم وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه او له دې سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون هم ختم کړل شو. د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پاټا او فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو چارې ګړندۍ کولو او هلته د پرمختيايي کارونو پېلولو لپاره يې کمېټۍ جوړې کړي او کاري ډلې يې ګومارلي خو ځايي ولس وايي عملي کار ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG