وزیراعظم عمران خان ویلي د تورخم پولې ۲۴ ساعته د پرانستې ساتلو حکم يې ورکړی دی او په پوله به خلکو ته اسانتیاوې ورکوي.
نن د اپرېل پر پنځمه د خیبر په جمرود کې یوې ولسي غونډی ته په وینا کې نوموړي یوځل بیا په افغانستان کې د یوه بې-پلوه لنډمهالي حکومت وړاندیز وکړ چې هلته انتخابات وکړي او سوله راشي.
هغه په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت په باب د خپلو مخکینیو څرګندونو په دفاع کې وویل: ''دا یې د ورورګلوۍ یوه مشوره وه چې پاکستان یې خپله تر تجربې وتلی دی، که ستاسو خوښه نه وي مه یې منئ. عمران خان په خپله وینا کې زیاته کړه چې موږ د افغانستان ولس خپل وروڼه بولو. په افغانستان کې د سولې لپاره په دعا یو.''
د عمران خان پر ورته څرګندونو د افغانستان حکومت ډېر سخت غبرګون ښودلی وو او د هغه دغه څرګندونې یې په هېواد کې لاسوهنه بللې وه.
په جمرود کې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د سیمې د پرمختیا لپاره به جبه ډېم جوړوي او ځوانانو ته د روزګار لپاره به ګامونه پورته کوي.
؛ موږ به دلته په خیبر او افغانستان دننه یو اقتصادي راهداري جوړوو، چې تاسو ټولو ته روزګار ترلاسه شي او پرمختیا وشي، خلک به د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د یوځايکېدو په لار کې خڼدونه جوړوي خو تاسو له ما سره ژمنه وکړئ چې له ما سره به ودرېږئ، موږ به په لس کاله کې قبایلي سیمې د پرمختیا په لور بوځو. ؛
وزیراعظم په خپل تقریر کې د مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند د حکومتونو په پالیسیو نیوکې وکړې او دوی يې د ملک د اقتصادي بدحالۍ ذمه وار وګرځول.
په ولسي غونډه کې له سیمې د پارلیمان د غړیو په ګډون وزیراعلا محمود خان هم برخه واخیسته.